«کرونا پاندمي کي ۱،۴ ميليونه مېرمنې غير ارادي حامله سوي دي»
۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبهد آلمان خبري آژانس د خبر له مخي د کرونا پاندمي پر وخت په نړيواله کچه تقريبا ۱۲ ميليون مېرمنې د حامله توب مخنيوی کوونکو درملو ته په لاسرسي کي ستونزي لرلي. د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) له خوا په په خپاره سوي تازه راپور کي راغلي چي له دې کبله ۱،۴ مليونه مېرمنې حامله سوي بېله دې چي اراده يې ولري.
د راپور له مخي پاندمي په ۱۱۵ هيوادونو کي د دې لامل سوې چي د ماشوم زېږونې او کورنۍ د اړوند پلان نيولو په برخه کي و اړينو درملو او موادو ته په لاسرسي کي ستونزي رامنځ ته کړي. په زياته په کم عايد يا منځني عايد لرونکو هيوادونو کي دغه ستونزه رامنځته سوې. د پاندمي له کبله پر سفرونو محدوديتونه هم د اړينو درملو د نه رسېدو لامل بلل سوي.
د راپور له مخي په زياته په بې وزله هيوادونو کي د ښځو غير ارادي حامله توبونه د هغوی ژوند ته جدي پايلي لرلای سي.
د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوس سره تړلو موضوعاتو مسؤليت په غاړه لري. دغه صندوق په نړيواله توګه د زېږېدنو د کنترول او ورته موضوعاتو له پاره د مېرمنو مراقبت کوي او د دې تر څنګ د جنسيت پر اساس تاوتريخوالي، د ماشومانو د ودولو او ورته موضوعاتو په تړاو د پوهاوي زياتولو دنده لري.
آ./ا.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(08.04.2017):