1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پيښور: په مدرسه کې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

پيښور ته څیرمه په یوه مدرسه کې دننه چاودني اووه کسان وژلي او په لسونو نور ټپیان کړي دي. په ټپیانو کې افغان زده کوونکي هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3kTgo
Pakistan Anschlag auf eine Religionsschule in Peschawar
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

اسوشیتد پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه چارواکي وقار عظیم، له قوله لیکلي دي چې د جامعه زبیریه، مدرسې په عمومي تالار کې هغه مهال چاودنه شوې چې یوه مشهور دیني عالم تدریس کاوه. د دغه چارواکي په وینا لومړني تحقیقات ښيې چې چاودنه څو دقیقي وروستې له هغې وشوه چې یوه کس په مدرسه کې یوه بېک پریښود.

د تلویزونونو له لوري په خپرو شوو انځورونو کې د مدرسې د عمومي تالار ویجاړی لیدل کیږي، چیرې چې دغه چاودنه شوې ده.

د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت کړکیچن ښوول شوی دی او روغتیایي چارواکو اندیښنه ښوولې ده چې ښایي د مړو شوو کسانو شمیر نور هم لوړ شي. د ځایي چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې د مدرسې ښوونکي او کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

Pakistan Anschlag auf eine Religionsschule in Peschawar
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

تر چاودنې سملاسي وروسته د سیمې اوسیدونکو د مدرسې پر لور منډه اخیستې څو خپل ماشومان یا خپلوان چې هلته یې زده کړې کولې له حاله خبر شي. ډیری کسان په لیډي ریډنګ روغتون کې هم راټول شوي دي، چیرې چې د پيښې قربانیان د پولیسو له لوري په امبولانسونو او نورو موټرو کې وروړل شوي دي. د ټپیانو شمیر ۷۰ تنه ښوول شوی دی.

د پولیسو د چارواکو په وینا ځینې افغان زده کوونکي چې په دغه مدرسه کې یې زده کړې کولې هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه برید غندلی دی او له چارواکي یې غوښتي دي چې قربانیانو ته د ممکنه بهتره روغتیایي خدماتو برابرول یقیني کړي.

د ټپیانو د سترګو لیدلی حال

۲۴ کلن محمد ثاقب چې په دغه پيښه کې ټپی شوی او په روغتون کې بستر دی یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې دیني عالم رحیم الله حقاني د قران کریم د ایاتونو تفسیر کاوه چې ناڅاپي یې یو دروند غږ او ورپسې چېغې او په وینو لړلي شاګردان یې ولیدل چې د مرستي غوښتنه يې کوله.

نوموړې زیاته کړې: «یو چا له ماسره مرسته وکړه او امبولانس ته یې پورته کړم او روغتون ته راوړل شوم.» ثاقب پر دواړو لاسونو ټپي دي خو وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

یوه بل عیني شاهد سعید الله، اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په مدرسه کې شا او خوا ۵۰۰ شاګردان وو. د هغه په خبره د ټپیانو په ډله کې استادان هم شامل دي. تر دې مهاله د دغه چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.