چارواکي: ۱۶ پاکستاني سرتېري په وسله وال بريد کې وژل شوي
۱۴۰۳ دی ۱, شنبهوسله والو د پاکستان دننه د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني سرتيرو پر پوسته د شپې پر وخت بريد کړی دی. په دغه بريد کې ۱۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل شوي دي. د فرانس پرس خبري آژانس په وينا ياد معلومات د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۱مه) دوو استخباراتي چارواکو ورکړي دي.
یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي و ياد خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "له ۳۰ څخه زیات وسله والو د خیبر پښتونخوا په مکین سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید وکړ." هغه زیاته کړه: "په دې برید کې ۱۶ پوځیان شهیدان شول او پنځه نور په جدي توګه ټپیان شول."
ياد پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي : »وسله والو د پوستې د بېسیم مخابراتي وسایل، اسناد او نور توکي وسوځول او له دوو ساعته جګړې وروسته وتښتېدل.« دا برید له افغان پولې څخه ۴۰ کیلومتره لرې ترسره شوی دی.
یو بل استخباراتي چارواکي هم د وژل شويو او ټپيانو همدا شمیرې په نوم نه ښودلو سره تایید کړې.
پاکستاني طالبانو د برید مسئولیت منلی دی او په یوه بیان کې یې وویل چې دا برید "زموږ د لوړپوړو قوماندانانو د شهادت په بدل کې ترسره شوی دی."
د پاکستان پوځ په روان کال د افغانستان سره څېرمه سيمو کې عمليات هم کړي دي. خيبرپښتونخوا د پاکستان له ناقراره ايالتونو څخه يو دی.