پاکستان؛ نظامي محکمې ۶۰ ملکيانو ته د بند سزا اورولې
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبهد پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۶مه) وویل چې پوځي محکمې ۶۰ ملکيانو ته له دوو کالو نيولې تر لسو کالو پورې د بند سزاوې اورولې دي. زياته شوې ده چې په سزا محکومو کسانو کې د عمران خان یو خپل او دوه پخواني پوځي افسران هم شامل دي. څو ورځې مخکې، ۲۵ نورو کسانو ته په همدې تورونو د بند سزا اورول شوې وه.
د ۲۰۲۳م کال په می مياشت کې د عمران خان نیول کېدو په ټول هېواد کې مظاهرې راوپارولې چې پکښې د هغه پر پلویانو تور دی چې د پوځ پر تأسیساتو يې بریدونه وکړل او ګډوډۍ يې رامنځته کړې. دا احتجاجونه د پاکستان د ځواکمن پوځ پر وړاندې یو بېساری غبرګون و.
د عمران خان د پلويانو احتجاج؛ تر اوسه شپږ کسان وژل شوي
د پوځ د رسنیو څانګې وویل: "ملت، حکومت، او وسلهوال ځواکونه د عدالت په ملاتړ او د دولت د نهماتېدونکي واک د ساتلو پر ژمنتیا ولاړ دي."
د دغو سزاګانو له امله د عمران خان پلویانو اندېښنه څرګنده کړې چې پوځي محکمې به د پخواني مشر سره په تړلو قضیو کې ډېر مهم رول ولوبوي. خان اوس مهال له ډېرو تورونو سره مخ دی چې پکښې د وسلهوالو ځواکونو پر ضد د بریدونو هڅول هم شامل دي.
نړيوال غبرگونونه
نړیوالې ټولنې هم د دې سزاګانو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي. د متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې د دې سزاګانو په اړه "ژورې اندېښنې" لري، په داسې حال کې چې د بریتانيا د بهرنیو چارو دفتر ویلي دي چې د ملکي کسانو محاکمه په پوځي محکمو کې "شفافیت نه لري، د خپلواکې څارنې وړتیا کموي او د عادلانه محاکمې حق زیانمنوي."
اروپایي ټولنې هم پر دغو سزاګانو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا د هغو ژمنو سره چې پاکستان د نړیوال مدني او سیاسي حقونو تړون لاندې کړي، سمون نه لري.
د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې کې د معلوماتو وزیر وویل چې د پوځي محکمې سزاګانې د عادلانه محاکمې حق نه زيانمنوي، ځکه چې کسانو ته د وکیل، کورنۍ د لاسرسي حق او په دواړو، پوځي او ملکي محکمو کې د اپیل يا استناف کولو فرصت ورکول کېږي.
د خان پلویانو د هر ډول ناسم عمل کولو تورونه رد کړي دي او خان خپله وايي چې د هغه پر وړاندې قضیې سیاسي انګېزې لري. پوځ او حکومت بيا د خان او د هغه د پلویانو سره د ناعادلانه چلند تورونه رد کړي دي.