پاکستان د زهرجنو گازو له کبله د ۱۸ قربانیانو پلټنه کوي
۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبهد پاکستان سند ایالت صحي ادارې په یوه اعلامیه کي راغلي، چي دغه پیښه د کراچۍ کي د تیرو دوو اونیو په جریان کي رامنځته سوې ده. د دغي ادارې یوې ویاندې، میهر خورشید ویلي دي، «د تحقیقاتو نتایج ښیي، چي د هغوی د مرګ علت د زهرجنو گازو راوتل وه، د کوم پواسطه چي ورته د سږو تکلیف پیدا سوی ؤ».
په خوراکي موادو کی شپږ خطرناکي مادې
په اعلامیه کي همدارنگه راغلي دي، چي تحقیقات ترهغه وروسته شروع سول، کله چي د سیمي خلکو، چیري چي حد اقل څلور فابریکې موجودي دي، د فابریکو څخه د خراب بوی د راوتلو شکایت وکړ، کوم چي بیا وروسته د سیمي خلکو ته تنفسي مشکلات هم رامنځته کړي ول.
په کراچۍ کې د زهرجن گاز د وجې د مړو شمير لوړ شوی
ټوله قربانیان، چي اکثریت یې کوچنیان او نوي ځوانان وه، تر هغه څو ورځي وروسته مړه سول، کله چي ورته د تبي، ستوني درد او تنفسي مشکلات پيښ سول. په دې منځ کي د سند ایالتي صدراعظم امر کړی چي تحقیقات د امکان تر حده ژر پای ته ورسیږي او فابریکې به تر هغو پوري تړلې پاته وي.
د صنعتي خطرونو، لکه په فابریکو کي اورلگیدنه، د گازو لیک کیدل، د ودانیو چپه کیدل او د کانونو نړیدل په پاکستان کي عادي موضوع ده، چي په اکثرو قضیو کي یې عاملین د خراب حقوقي او قضايي سیسټم په دلیل نه مجازات کیږي.