1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: له شاګرد سره د بدکارۍ په تور پر يوه مفتي حقوقي دعوه

۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه

د پاکستان يو ملا په يوه مدرسه کې له خپل شاګرد سره په بدکارۍ تورن شوی دی. له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې لاس پر لاس کيږي چې هغه پکې له خپل يوه شاګرد سره د ناوړه عمل په حال کې ليدل کیږي.

https://p.dw.com/p/3v92R
Pakistan Privatschule
انځور: Reuters/C. Firouz

د لاهور پوليسو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۱۷مه) ويلي دي چې د مفتي عزیز الرحمن پر ضد یې د هغو ويديوګانو تر خپريدو وروسته رپوټ ثبت کړی دی چې دغه عالم پکې له خپل شاګرد سره د جنسي فعل په حال کې ليدل کیږي.

دې قضیې په پاکستان کې سخته غوسه پارولې ده او ډېری کسان دغه عالم ته د سختې سزا د ورکړي غوښتنه کوي.

مفتي عزيزالرحمن چې ۷۰ کاله عمر لري، په لاهور کې د مولانا فضل الرحمن د جمیعت علمای اسلام ګوند يو مهم غړی بلل کیږي. نوموړی څو کاله د جامعه منظور الاسلاميه په نوم مدرسې مشر هم وو.

خو نوموړي د جنسي تیري دغه تورونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې د فلم تر اخيستو د مخه هغه ته نشه ورکړل شوې وه. هغه زیاته کړې ده چې دا پلان د مدرسې له مشرۍ څخه د هغه د شړلو په موخه جوړ شوی دی.

د جامعه منظور الاسلاميه مدرسې له خوا ويل شوي چې نوموړی عالم له دندې ګوښه شوی دی او د مدرسو د چلوونکي بنسټ «وفاق المدرسه» له خوا ويل شوي چې د هغه د مفتي لقب يې هم لغوه کړی دی.

Madrassa in Khyber Pakhtoonkhwa
په پاکستان کې کابو ۲،۲ مليونه ماشومانو په مدرسو کې زده کړې کويانځور: DW/F. Khan

د پوليسو يوه وياند وويل چې د شاګرد له خوا د جنسي تیري د شکایت تر ثبتولو وروسته دغه عالم اوس پټ شوی دی.

د جنسي تیري ادعا کوونکي شاګرد چې د پوليسو په حواله تر شلو کلونو ډېر عمر لري، په خپل شکایت کې ويلي دي چې د مفتي د خپلوانو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي دي او بايد وژغورل شي.

هغه پوليسو ته ويلي دي چې مفتي عزیزالرحمن ورسره له څو کلونو راهيسې جنسي تیری کوي. هغه زياته کړې چې بلاخره هغه د ويديوګانو ثبتولو پريکړه وکړه او هغه یې د «وفاق المدرسې» مشر ته واستولې.

پاکستان: په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري وبا

خو دا لا روښانه نه ده چې له دغو ويدیوګانو څخه یې يوه څنګه پر ټولنیزو رسنيو خپره شوه.

په پاکستان کې تر ۲،۲ ميلیونه ډېر ماشومان په مدرسو کې په زده کړو بوخت دي. د جنسي تيري قضیې تل پټې ساتل کيږي خو په دې وروستيو کې يو شمير والدينو په دې اړه شکايتونه ثبت کړي دي.

د ساحل په نوم يوې غير دولتي موسسې چې پر ماشومانو د تیري پر ضد مبارزه کوي، په ۲۰۲۰م کال په ټول پاکستان کې، نه یوازې په مدرسو، بلکې په ټوله کې پر ماشومانو د جنسي تیري ۲۹۶۰ قضیې ثبت کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: