د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی
۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبهله پېښور څخه په ترلاسه شویو رپوټونو کې د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي دي چې د وسله والو پر يوه پټنځای د عملياتو په ترڅ کې درې تندلاري وژل شوي چې يو یې د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې يو قوماندان دی.
اړونده موضوع: داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی
دا عمليات په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سيمه باجوړ کې شوي دي. باجوړ تر څو کاله تر مخه پورې د فاټا په نوم يادېدونکو شپږو پخوانيو نيمه خپلواکمنو سيمو څخه يوه سيمه ده چې د فدرال له خوا کنتروليدلې او اوس په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې شوي دي.
وژل شوی قوماندان مطلوب کس وو
د پاکستان د پوځ په حواله په دې عملياتو کې د داعش د شفيع الله، په نوم قوماندان وژل شوی دی چې حکومت یې له څه مودې راهېسې په لټه کې وو. نوموړي نه يوازې پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لاس درلود بلکې د يو شمير ملکیانو د وژلو مسئوليت یې هم لاره.
د پوځ له خوا ويل شوي چې په دې عملياتو کې د داعش د دريو غړيو تر وژل کیدو وروسته امنيتي ځواکونو د هغوی له پتنځايه ډېره وسله او مهمات هم ضبط کړي دي.
اړونده موضوع: په بلوچستان کې د داعش پر ضد د پاکستاني پوځ عمليات
د پاکستان پوځ په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان پولې ته په څيرمه پرتو سيمو کې يو شمير پوځي عمليات وکړل. په ماضي کې له دې سيمو څخه تر څو لسیزو پورې د سيمه ایزو او بهرنيو وسله والو د خوندي ځالو په توګه کار اخيستل کيدی.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
خو اوس د چارواکو په حواله هلته ډېر لږ وسله وال موجود دي چې پر ضد یې وخت په وخت عمليات ترسره کیږي.
په دې پخوانيو قبايلي سيمو کې ميشت وسله وال اوس هم وخت نا وخته خونړي بريدونو ترسره کوي.
ب. ص/ ن. ز (AP)