1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پاريس کي په ترهگرۍ تورن کسان په بند محکوم سول

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

د شارلي ابدو پر طنزي مجلې باندي د ډله ايز بريد په اړه، د پاريس يوې محکمې څو تورن کسان د بند په سزا محکوم کړل. اصلي تورن کس په ۳۰ کاله بند محکوم سو. ښايي يو له هغو څخه وژل سوي وي.

https://p.dw.com/p/3mr9R
Frankreich Zeichnung zum «Charlie Hebdo»-Prozess
انځور: dpa/AFP/picture alliance

په پاريس کي يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د ترکي ـ فرانسوي تابعيت درلودونکي عليرضا پولات، له هکرو سره د همکارۍ په تور مجرم وباله. له همدې کبله نوموړي له هغو ترهگرو سره د مرستي په تور محکوم دی چي د ۲۰۱۵م کال په جنوري مياشت کي يې د شارلي ابدو پر طنزي مجلې او د يهودانو پر يوه سوپر مارکيټ باندي بريد وکړ. په دغه بريد کي په مجموعي ډول ۱۷ کسان ووژل سول.

محکمې دغه کس د بريد د اصلي قاتل، امدي کوليبالي د ښی لاس په توګه پيژندلی چي پر شارلي ابدو باندي تر بريد وروسته يې پر يوې پوليسي ډزي وکړې او په سوپر مارکيټ کي يې څلور يرغمل نيول سوي کسان ووژل.

د محکمې د ارزوونو له مخي د نوموړي کس جرم دا دی چي په ډير دقيق او اغيزمن چلند سره يې له کوليبالي سره د بريد په ترسره کولو کي مرسته کړې او د هغه له اهدافو څخه يې بشپړه خبرتيا درلوده. علي رضا پولات پر نوموړي محکمې اقامه دعوي او پر دغه حکم باندي يې د تجديد نظر غوښتنه کړې ده.

دوهم اصلي تورن کس محمد بلحسن دی چي ويل کيږي په سوريه کي د استخباراتو له خوا وژل سوی دی.

د ۲۰۱۵م کال د جنوري مياشتي پر ۷ نېټه د سعيد او شريف کواشي په نامه دوه افراطي وروڼه د طنزيه مجلې شارلي ابدو دفتر ته ننوتل په دوو دقيقو کي يې پر ډيرو حاضرو کارکوونکو باندي، چي ځيني يې د فرانسې مشهوره کاريکاتوريستان ول، ډزي وکړې. په دغه بريد کي ۱۱ کسان ووژل سول او په لسونو نور ټپيان سول.

دغه دواړه وروڼه د پيښې له ځايه وتښتيدل او پر لاره يې د پوليسو يو مامورهم وواژه. د هغې ورځي په سهار پاريس ته نژدې په مونتروژ کي د کوليبالي په لاس يوه پوليسه ووژل سوه، هغه کس چي يوه ورځ وروسته يې د يهودانو په سوپر مارکيټ کي د خلکو په يرغمل نيولو او وژلو پيل وکړ. پوليسو بيا وروسته د کواشي وروڼه او کوليبالي ووژل.

په ټوليزه توګه ۱۴ کسانو له دغو دوو وروڼو سره همکاري کړې وه او د بريد له پاره يې د اړتيا وړ وسايل آماده کړي ول او يا يې هم د ۲۰۱۵م کال د جنوري مياشتي د بريد په نورو برخو کي مادي او معنوي مرسته کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب