1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوسفزۍ: د اسلامي نړۍ رهبران دې طالبانو ته «مشروعیت» نه ورکوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۲۳, یکشنبه

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مسلمانو رهبرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته «مشروعیت» ورنکړي. هغې دغه خبره نن یکشنبه اسلام آباد کې په مسلمانه نړۍ کې د نجونو د تعلیم په نړېوال کنفرانس کې وکړه.

https://p.dw.com/p/4p4i1
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په اسلام آباد کنفرانس کې د وینا پر مهال
د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مسلمانو رهبرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته «مشروعیت» ورنکړي انځور: Aamir Qureshi/AFP

اسلام آباد د دغه دوه ورځني کنفرانس یا غونډې کوربه دی. نن د دغې غونډې وروستۍ ورځ ده. د پاکستان حکومت تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې ېې د طالبانو حکومت ته بلنه ورکړې وه خو د هغوی هېڅ استازی کنفرانس ته د ګډون له پاره نه دی وراغلی.

ملالې یوسفزۍ نن په دغه غونډه کې وویل چې مسلمان رهبران دې د طالبان حکومت ته د مشروعیت په نه ورکولو سره، «د ښځو پر حقونو د هغوی د تعرض» پر وړاندې خپله واقعي رهبري ثابته کړي: هغې وویل: «هغوی ته مشروعیت مه ورکوئ.»

ورته نور ولولئ:  پاکستان: طالبانو د مسلمانو نجونو د تعلیم کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې

۲۷کلنې یوسفزۍ دغه راز وویل: «اوس د دې وخت راغلی چې تاسو د مسلمانو رهبرانو په حیث خپل غږ پورته کړئ، خپل ځواک وکاروئ. تاسو کولی شۍ واقعي رهبري او واقعي اسلام وښيي.»

 په اسلام آباد کې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په ۱۱ او ۱۲ په اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو د تعلیم په هکله د نړېوال کنفرانس
له سعودي عربستان څخه د اسلام آباد کنفرانس یو مهم ګډونوال وویل «هغه کسان چې د نجونو تعلیم غیراسلامي بولي، په غلطه کې دي.»انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

 طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول چې تر اوسه ېې له اسلامه د خپل سخت تفسیر پر اساس پر ښځو د تعلیم او کار په ګډون یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

ورته نور ولولئ: ملګرو ملتونو په انجوګانو کې د افغان ښځو پر کار ممنوعیت وغانده

د سعودي عربستان یوه روحاني او د اسلامي هېوادونو د پېوستون سازمان مشر، محمد العیسی د شنبې په ورځ د اسلام آباد په غونډه کې وويل: «هغه کسان چې د نجونو تعلیم غیراسلامي بولي، په غلطه کې دي.»

هغې په یمن، سوډان او غزه کې د جګړو یادونه هم وکړه چې تعلیمي بهیر ېې اغیزمن کړی دی. هغې وويل: «په غزه کې اسرائيل د زده کړې ټول سیستم له منځه وړی دی. زه به د اسرائيل له خوا د نړېوالو قوانینو او بشري حقونو د نقضولو خپل غږ ته ادامه ورکو.»

په افغانستان کېذ د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مشرې روزا اتونبایوا وویل چې د اسلامي هیوادونو رهبران باید له افغان نجونو سره مستقیمې مرستې برابرې کړي. هغې وویل: «زه واقعا له ټولو دغو وزیرانو، چې له ټولې نړۍ دلته راغلي غواړم چې د هغوی له پاره سکالرشيپونه او آنلاین زدکړې برابرې کړي تر څو د هغوی له پاره د ټولو زدکړو انواع ولرو.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه ورکوي
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شوي د نجونو د تعلیم په ګډون ېې د ښځو په تړاو ډېر محدودیتونه اعلان کړي ديانځور: Shabnam Alokozay/DW

ورته نور ولولئ:  «موږ هره ورځ په ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»

یوسفزۍ وويل: «زه داسې تصور نه شم کولی چې یوه افغان نجلۍ او افغان ښځه دې داسې یو سیستم ته وروګرځول شي چې راتلونکې ېې وننګوي.»

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ کال هغه مهال چې د ۱۵ کلونو او د ښوونځي زده کونکې وه، د نجونو د تعلیم له پاره د خپل کمپاین په جریان کې د پاکستاني طالبانو په یوه وسله وال برید کې سخته ټپي شوه. هغې ته په ۲۰۱۴م کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه. له هغه وخت راهیسې نوموړې په نړۍ کې د نجونو او ښځو د تعلیم یوه پېژندلې مدافع په توګه پېژندل کيږي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خوندي دي او د مناسب درسي ماحول په رامنځ ته کېدو سره به د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړل شي. خو د څه باندې درو کلونو راهیسې چې طالبان په واک کې دي، د دوی حکومت په دې برخه کې نه یوازې کوم پرمختګ کړی، بلکې د افغان نجونو او ښځو په تړاو ېې خپل محدودیتونه لاپسې سخت کړي دي.

ورته نور ولولئ: امنيت شورا پر افغان ښځو د تازه بندیزونو پر لغوه کولو ټینګار کړی

د طالبانو حکومت په وروستیو کې په افغانستان کې طبي انستیتوت چې لا د نجونو او ښځو پر مخ خلاص وو، هم بند کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل