پيښور: د احمديه فرقې يو ۸۲ غړی په ډزو وژل شوی
۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبهويل شوي چې دغه سړی په پېښور ښار کې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۹مه) په داسې حال کې چې سروس موټر ته یې انتظار ايسته، د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د پوليسو يوه سيمه ایز افسر محمد عمر خان د آلمان خبري آژانس ته ويلي: «پوليسو په پلټنو لاس پوری کړی دی او په قاتلينو پسې یې لټه پېل کړې ده.»
د احمديه اقليت يوه وياند سليم الدين په دې اړه وويل: «حکومت د احمديه فرقې د غړيو پر کړاونو سترگې پټې کړي دي او د هغو پر وړاندې د گامونو په پورته کولو کې پاتې راغلي چې دا د نفرت کمپاين پر مخ وړي.»
د نوموړي په حواله دا په روانه مياشت کې د دې عقېدې د پیرويانو د وژل کيدو څلورمه پېښه ده.
د وژل شوي کس ورور مير احمد، د آلمان غږ خبري آژانس ته وويل: «موږ نه پوهيږو چې د دې وژنو ترشا د چا لاس دی ځکه موږ ته هیڅکله کوم اخطار نه دی راکړل شوی.»
تیره مياشت همدا په پېښور کې یوه استاد خپل همکار چې د احمديه فرقې غړی وو، د مذهب په اړه تر يوه بحث وروسته وواژه.
په جولای مياشت کې هم يو پاکستاني الاصله امريکایی چې د احمديه فرقې غړی وو، په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون په چوکات کې د محاکمې په جريان کې ووژل شو.
احمديه مذهبي لږکۍ چې په پاکستان کې یې شمیر کابو ۴ ميلیون کسانو ته رسېږي، له لسیزو راهيسې د وژل کيدو، ځورونې او د کرکې او نفرت د يوه دوامداره کمپاين سره مخ ده. د دې مذهبې فرقې غړي ټینگار کوي چې هغوی د اسلام پيرويان دي خو د پاکستان حکومت دغه ډله په ۱۹۷۴م کال کې د غیر مسلمانانو په توگه درجه بندي کړې او هغوی مسلمان نه گڼل کيږي.
زموږ له آرشیف څخه: