خدای نور ناصر
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبهپه پاکستان او افغانستان کې روان کال یو ځل بیا د پولیو یا په ماشومانو کې د ګوزڼ پېښې زیاتې ثبت شوې دي، چې د چارواکو په خبره د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلګو تګ راتګ د دې لامل کېږي، چې دواړو خواوو ته د پولیو ویروس انتقال شي. چارواکي وايي، روان کال په افغانستان کې د پولیو پنځه پیښې له پاکستانه انتقال شوي او دوه بیا له افغانستان څخه پاکستان ته منتقل شوي او هلته یې ماشومان د تل لپاره معیوبه کړي دي.