پاکستان کې پر پولیسو بریدونو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبهپاکستاني پولیس وايي چې د دې هیواد په خیبر پختونخوا ایالت کې د پولیسو د واکسیناتورانو د امنیت ساتلو په موخه په ګمارل شویو پولیسو دوه جلا بریدونه شوې چې له کبله یې یې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د پولیسو په خبره په پیښور ښار کې یو پولیس هغه مهال ووژل شو چې د پولیو واکسیناتورانو د امنیت تر ساتلو وروسته خپل کور ته پر موټرسایکل روان وو. د چارواکو په خبره نامعلومو کسانو پر دغه پولیسو ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
بل لوري ته په جنوبي وزیرستان کې هم د پولیسو پر موټر د سړک د غاړی مین چاودلې دی چې له کبله یې د چارواکو په خبره یو پولیس سرتیری ټپي شوی دی.
د سیمې د پولیسو د یوه افسر شوکت علي، په خبره دغه پیښه د جنوبي وزیرستان په لډا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت ساتلو په موخه د ګمارل شوو پولیسو پر موټر ماین چاودنه وکړه.
د پاکستاني چارواکو په خبره، په دغو دواړو پیښو کې د پولیو واکسیناتورانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او کومې ډلې هم تر اوسه پورې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
پاکستان دوه ورځې وړاندې د خیبر پختونخوا په ۱۸ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین پیل کړی دی. اوسمهال افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي. په دغو دواړو هیوادونو کې د پولیو د واکسین په هکله د خلکو غلط باورونه د دې ناروغۍ د واکسین د مخنیوی سبب ګرځیدلی دی او وخت نا وخت د دغه راز پیښو خبرونه ورکول کیږي.