قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ خپل منځګړیتوب ځنډولی دی
۱۴۰۳ آبان ۲۰, یکشنبهد قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري، د شنبې (د نومبر میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې قطر به یوازې په هغه صورت کې یو ځل بیا د منځګړیتوب په بهیر کې ګډون وکړي چې اسرائیل او حماس «اراده او اړین جدیت» وښيې.
الانصاري ویلي دي چې قطر د مذاکراتو په وروستي دور کې چې لس ورځې مخکې ترسره شوي وو، ښکیلو اړخونو ته اطلاع ورکړې وه چې «که په دې دور کې موافقې ته ونه رسیږي، اراده لري چې د حماس او اسرائیل ترمنځ خپل د منځګړيتوب هڅې ودروي.»
په لومړیو کې د دیپلوماتیکو محفلونو په نقل رپوټ ورکړل شوی وو چې قطر به نور د اسرائیل او حماس ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د منځګړي په توګه ګډون ونه کړي.
په دغو رپوټونو کې ویل شوي وو چې منځګړی هیواد، یوې موافقې ته د رسیدلو په برخه کې په مذاکراتو کې د ښکیلو هیوادونو له خوا د «ښه نیت» نه ښودلو له کبله شکایت لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په دوحه کې د حماس د ارتباطي دفتر د احتمالي تړل کیدو په اړه اوازې رد کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ: «په قطر کې د دفتر اصلي موخه د ښکیلو اړخو ترمنځ د ارتباطي کانال رامنځته کول دي او دې ارتباطي کانال د تیر کال په نومبر کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند رامنځته کیدو سره مرسته کړې وه.»
قطر له امریکا متحده ایالاتو او مصر سره په ګډه د غزې په جګړه کې د یوازني اوربند چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ رامنځته شوی و، د منځګړیتوب په بهیر کې نقش درلود.
دغه اوربند یوه اونۍ وغځیدله او د فلسطیني زندانیانو په بدل کې یې د یو شمیر اسرائیلي یرغمل شویو ازادیدو ته لاره هواره کړه. له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې ډیر شمیر مذاکرات ترسره شوي، خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې. حماس او اسرائیل یو بل د مذاکراتو مخ ته د خنډونو په رامنځته کولو تورنوي.
په غزې کې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیل د حماس له پراخ او تاوتریخوالي ډکې حملې وروسته پیل شوه او وروسته اسرائیل په غزې تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې دوام لري.
حماس د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو او د المان په ګډون د یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندې شوې دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا