کوټه: بمې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي
۱۳۹۹ آبان ۴, یکشنبهد پاکستان په بلوچستان ایالت کې د يکشنبې ورځې (د ۲۰۲۰ د اکتوبر ۲۵مه) په يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. دغه خبره د بلوچستان پولیسو کړې او زياته کړې يې ده چې چاودنه کوټې ښار ته څيرمه رامنځ ته شوې ده.
د کوټې د پولیسو يوه افسر، منیر احمد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د وژل شوو کسانو درې جسدونه او شپږ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.»
منیر احمد وويل چې ماين په يوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی وو او دغه موټرسايکل د هزارګنجي سيمې په ګاونډ کې د سبزيو په يوه مارکيت کې درول شوی وو چې وچاوديد. د کويټې د استخباراتو ادارې يوه چارواکي هم د دغه معلومات تائيد کړي دي.
د يکشنبې ورځې چاودنه په داسې يوه وخت کې شوې چې د پاکستان د اپوزيسيون ائتلاف، د لومړي وزير، عمران خان پر ضد د خپلو اعتراضونو په ادامې، د کوټې ښار په مختلفو سیمو کې د لاريون په موخه راټول شوي ول.
د چاودنې مسئوليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
آژانسون/م.ک.ص./ا.ا.