«هسپانیې ته د رسېدو هڅه؛ په زرونه مهاجر مړه يا لا درکه شوي»
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبهد مهاجرو د حقونو غير دولتي سازمان « Caminando Fronteras» د پنجشنبې په ورځ د یوه رپوټ په خپرولو سره دغه معلومات شريک کړل. دې ټولنې ويلي چې په ۲۰۲۴م کې لږ تر لږه ۱۰۴۵۷ کسان د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسېدو د هڅې په ترڅ کې مړه او یا لادرکه شوي دي چې دا د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر دي او له ۲۰۰۷ م کال راهېسې تر ټولو لوړ شمیر دی. په دې ۵۸ سلنه ډېروالي کې ۱،۵۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي.
رپوټ په ورځ کې په اوسط ډول د ۳۰ کسانو د مړينې خبره کوي چې دا د ۲۰۲۳م کال پرتله چې په ورځ کې کابو ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو، لوړ شمیر دی.
یادې ټولنې خپل معلومات د عاجلو سروسونو د شميرو چې له ستونزو سره د مخامخ کښتيو د مرستې له پاره چمتو کړل شوي، د لادرکه شويو کډوالو د کورنيو او د ژغورنې د احصایيو له چارواکو څخه ترلاسه کړي دي.
اړونده موضوع: یوناني چارواکي: د کښتۍ د ډوبیدو قربانیان افغانان وو
دا سازمان د قربانيانو د دومره لوړ شمير پړه پر ناقصو کښتيو، خطرناکو لارو او د ژغورنې د امکاناتو پر کمښت ور اچوي.
د دې ډلې بنسټ ايښوونکې هيلينا مالينو، د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «دا شميرې د ژغورنې او محافظت په سیسټم کې د پام وړ ناکامۍ ثبوت دی. په يوه کال کې تر ۱۰۴۰۰ ډېرو کسانو مړينه د نه منولو وړ تراژيدي ده.»
ويل شوي دي چې د قربانیانو اکثريت یې د افريقا څخه وو خو عراقيان او پاکستانيان هم پکې شامل دي.
د دې ټولنې په رپوټ کې ويل شوي دي چې د تر ټولو ډېر تلفات، ۹۷۵۷ یې له افريقا څخه د هسپانیې قناري ټاپو ته د اتلانتيک پر سمندري لاره اوښتي دي چې په پرله پسې دويم کال پرې د مهاجرو شمير ريکارډ کچه لوړ وو.
خطرناکه سمندري لاره
د هسپانیې د «ماريتيم ژغورنې خدماتو» د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې د کرسمس پر ورځ اوه کښتۍ بېلا بېلو ټاپوګانو ته رسېدلي دي.
د اتلانتیک لاره په ځانګړي توګه خونړۍ بلل کیږي ځکه چې ډېری خلک پرې په ډېرو ناقصو کښتيو کې چې تر حده ډېرې ډکې وي، سفر کوي. له دې څخه یې ځيني کښتۍ د افريقا له هغو سواحلو څخه خپل سفر پيلوي چې د قناري ټاپوګانو سره یې واټن تر زرو کيلومترو هم ډېر وي.
انساني قاچاق کوونکي ځيني وخت په دې موخه چې له کنترول څخه بچ پاتې شي، اوږدې او ډېرې خطرناکې لارې انتخابوي او د قناري ټاپوګانو پر لور شمال ته له ستنېدو د مخه اتلانتیک سمندر ته ور داخليږي.
د قناري ټاپوګانو سيمه ایز حکومت وايي چې د نورو کډوالو د منلو وړتيا نه لري او په اکتوبر مياشت کې د ټاپوګانو په دغه ډله کې د سيمې په زرونو اوسيدونکو احتجاج کړی وو او غوښتنه یې کړې وه چې د مهاجرو د ورتګ مخه دې ونيول شي.
د هسپانیې د کورنيو چارو وزارت په حواله د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ډسمبر تر ۱۵مې نيټې پورې ۶۰ زره او ۲۱۶ مهاجر په غير قانوني توګه هسپانیې ته داخل شوي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۱۴،۵ سلنه ډېروالی ښيي. له دې مهاجرو اکثريت یې يعني تر ۷۰ سلنه ډېر یې د قناري ټاپوګانو ته رسيدلي.