په هند کې د مذهبونو او کلتورونو تنوع
هندوستان یو له هغو هیودونو څخه دی چې د مختلفو مذهبونو، دودونو او بیلا بیلو ټولنیزو اړیکو درلودلو له کبله ورته د نړۍ پر نورو هیوادونو برتري ورکول کیږي. په دې انځور رپوټ کې د دغه هیواد یو شمیر دودونو ته اشاره شوې ده.
په هند کې د مختلفو ادیانو د پيروانانو ګډ ژوند
هندوستان د هندویزم او بودایزم په ګډون د نړۍ د څلورو لویو مذهبونو د را ټوکیدنې ټاټوبی ګڼل کیږي. د دغه هیواد د وګړو نږدې ۸۴ سلنه یې د هندویزم د مذهب پيروانان دي. خو په عین وخت کې په دغه هیواد کې ډیر شمیر مسلمانان هم ژوند کوي. یهودان او عیسویان هم د شاوخوا ۲۰۰۰ کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوند کوي. مذهبي لږکۍ په هندوانو کې د ملپالنې مخ پر ډیریدونکي احساس له کبله اندیښمن دي.
ښځه د الهې په توگه
هندوان د ښځې له پاره په لوړ مقام قايل دي او آن د دوی يو شمير یې د الاهو عبادت کوي. خو له ښځو او نجونو سره په ورځني ژوند کې چلند له دې عقېدې سره په ټکر کې دی. دا هېواد د ښځو له پاره له خطرناکو ساحو څخه يو بلل کيږي. د حکومتي معلوماتو په حواله په دې هېواد کې په هرو شلو دقيقو کې يوه ښځه د جنسي تیري ښکار کيږي. د جهیز او د مور په خيټه کې د ښځينه جنین د قتل دود په پراخه کچه شتون لري.
سلام کول: نمستې
په هندوستان کې د سلام له پاره تر ټولو دود شکل یي «نمستې» دی. له نمستې څخه سړی کولی شي له هر چا سره په خبرو کې د سلام او یا هم خدای پامانې له پاره استفاده وکړي. د سلام کولو یو بل ډول چې ډیر دود نه دی، د ادب او احترام ښکاره کولو په موخه په لاسونو د یوه مشر یا مسن کس د پښو لمس کول دي.
د یوې میړوخې (متاهل) ښځې نښې
بیندي (پر تندي د ښکلاء خال)، بنګړي او سیندور(د تندي په پاسنې برخه کې د سر د ویښتانو د پیلیدو په ځای کې خال) د یوې هندو مذهبه میړوخې ښځې نښه ده. سیندور د بیلګې په توګه له کورکمن او جیوه څخه جوړیږي چې ویل کیږي د وينې د فشار په کنترول کې مرسته کوي او جنسي میلان زیاتوي.
په هندوستان کې ودونه
په هندوستان کې د واده ورځ ډیر مهم وي او د دواړو خواو کورنۍ د دې ورځې د ټاکلو په خاطر مذهبي مشرانو او ستوري پيژندونکو ته مراجعه کوي. د یوې هندو مذهبه جوړې واده څو ساعته وخت نیسي او د اصلي برخې تر پیلیدو مخکې د واده څو مقدماتي مراسم ترسره کیږي.