1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پارلمان د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو حذفول تصويب کړل

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د روسیې پارلمان د سې شنبې په ورځ په دويم او دريم وروستي پړاو کې يوه طرحه تصويب کړې چې کيدای شي د «ترهګرو» ډلو له نوملړ څخه د طالبانو ايستلو ته لاره هواره کړي. دغه طرحه به تر دې وروسته د مشرانو جرګې ته وړاندې کړل شي.

https://p.dw.com/p/4oG6Y
مسکو دوما پارلمان
د روسیې پارلمان يوه طرحه تصويب کړې چې کيدای شي د «ترهګرو» ډلو له نوملړ څخه د طالبانو ايستلو ته لاره هواره کړي.انځور: Sergei Fadeichev/dpa/TASS/picture alliance

د روسیې پارلمان يوه طرحه تصويب کړې چې کيدای شي د «ترهګرو» ډلو له نوملړ څخه د طالبانو ايستلو ته لاره هواره کړي. دغه طرحه به تر دې وروسته د مشرانو جرګې ته وړاندې کړل شي.

له هغه وخت راهیسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، روسيه ورسره اړيکي پالي. روسي چارواکي له څه مودې راهيسي هلې ځلې کوي چې دغه ډله له هغه نوملړ څخه وباسي چې د روسيې له خوا «ترهګري» ډلي بلل شوي دي.

د روسیې پارلمان د استازو مجلس «دوما» نن، سې شنبه يوه طرحه تصويب کړه چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د يوې ډلې په قانوني توګه د ايستلو ميکانیزم پکې مشخص شوی دی، يعني د راتلونکي د منتظره پريکړې له پاره اړين قانوني چوکاټ برابروي.

دا طرحه به اوس د فدراسیون شورا د مشرانو جرګې ته وړاندې شي او بيا به د ولسمشر ولاديمير پوتين، مخې ته د لاسليک کیدو له پاره ايښوول کيږي.

په دې وروستیو کې کابل ته د يوه سفر پر وخت د روسیې لوړپوړو امنيتي چارواکو خپلو افغان همکارانو ته ويلي ول چې مسکو ښايي ډېر ژر د طالبانو ډله د منع کړل شويو سازمونو له نوملړه څخه وباسي.

د وړاندیز شوي سیسټم پر اساس به د روسیې عمومي څارنوال د روسیې يوې محکمې ته يوه عريضه وړاندې کوي چې په هغه کې به راغلي وي چې دغه ډلې د ترهګرۍ د ملاتړ خپل فعاليتونه «درولي» دي. 

آيا روسيه به طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ليرې کړي؟

دا بيا د يوه قاضي په اختيار کې ده چې دغه درجه بندي لغوه کړي.

خو دغه احتمالي تحرک به د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو په معنا نه وي، هغه يو حکومت چې ځان د «افغانستان اسلامي امارت» بولي او تر اوسه د نړۍ د يوه هيواد له لوري هم په رسميت نه دی پيژندل شوی.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د روان ميلادي کال په دوبي کې طالبان د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپل متحدين» بللي ول. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف، بيا پر لویدیځ پر افغانستان باندې د لګول شويو بندیزونو د لغوه کولو او په دغه هېواد کې د بيارغونې د هلو ځلو د «مسئوليت» اخيستلو غږ کړی وو.

په مرکزي آسيا کې د روسیې متحدينو – د افغانستان ګاونډيانو – هم له طالبانو سره د ښو اړيکو ژمنه کړې. قزاقستان د ۲۰۲۳م کال په پای کې طالبان د «ترهګرو» ډلو له خپل نوملړ څخه ایستلي ول.

په داسې حال کې چې روسيه او افغانستان دواړه د لوېدیځو هيوادونو له لوري منزوي کړل شوي دي، د مسکو د منع شوې سازمونو له نوملړه به د طالبانو حذفول، د روسیې او طالبانو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکو ته وده ورکړي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، دغه ډلې پر ښځو او نجونو يو شمير بندیزونه لګولي دي چې له زده کړو او کار څخه د ښځو او نجونو منع کول هم پکې شامل دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب