1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د توغندې آزموینه وکړه؛ امریکا یې ګواښ نه ګڼي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

پوتین چې د بالیستیک توغنیدیو نوې آزموینه یې کړې وايي چې دغه موضوع به یې «رقیبان دوه وارې فکر کولو ته اړ کړي». امریکایي چارواکي بیا ویلي چې پر آزموینې له مخکې خبر ول او ګواښ یې نه بولي.

https://p.dw.com/p/4ABB7
Russland testet Interkontinentalrakete Sarmat ICBM
انځور: Russian Defence Ministry/picture alliance

روسیې د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۲۰مه نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د «سرمت» په نوم د بین البراعظمي بالیستیک توغندیو لومړی آزموېنه یي ترسره کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د دې په غبرګون کې ویلي دي چې روسیې د اټومي تړون له مخې د دې آزماېښت په اړه لا مخکې نړیوال شریکان خبر کړي وو او دا د امریکا او متحدینو له پاره یي «ګواښ» نه ګڼل کیږی.

روسي چارواکو د نوي توغندي د آزموېنې پر مهال څه وویل؟

د روسي پوځ د اعلامیې له مخې د اټومي سرګلولې د لیږد وړتیا لرونکی «آی سي بي ایم» توغندی د چهارشنبې په ورځ په آزمایشې ډول د مسکو پر وخت نږدې ۳ بجې او ۱۵ دقیقې په شمال لویدیځ ارخانګ لسک سیمه کې له بالستسک فضایي پایګاه څخه وتوغول شو.

د روسیي پوځ تر آزموینې وروسته وویل: «دا د حکومت د آزمایښتې پروګرام لومړۍ توغونه ده. د ازمایښتي پروګرام تر بشپړیدو وروسته به د سرمت توغندیو آزمویل شوی سیستم د ستراتیژیکو توغندیو ځواک یوه برخه وي.»

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې تر ډیرې مودې به په نړۍ کې د سرمت ټوغندي مثل نه وي او هغه خلک چې غواړي روسیه وګواښي «هغوي به مجبوه وي چې یو وار بیا فکر وکړي».

ولسمشر پوتین پخپله تلویزونې وینا کې وویل: «زه د سرمت بین البراعظمي بالیستیک توغندیو د بریالۍ آزموېنې له کبله تاسې ته مبارکي درکوم.»

نوموړي زیاته کړه: «دا ځانګړې وسله زمونږ د وسله والو ځواکونو جنګي وړتیا پیاوړې کوي او د بهرنیو خطرونو پر وړاندې به د روسیې ساتنه په د باور وړ شکل تضمین کړي او هغه کسان چې په تیری کوونکو الفاظو سره زمونږ د هیواد د ګواښلو کوښښ کوي، هغوي به مجبوره کړې چې یو وار بیا فکر وکړي.»

د روسیې د فضايي ادارې مشر دیمتري روګوزین دا آزموېنه د «ناټو له پاره یوه تحفه» بللې ده. د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې دا توغندی به د هیواد د اټومي وړتیا توان لا زیات کړي.

د دغې اعلامیې په اساس «سرمت توغندی داسې ځانګړي خصوصیتونه لري چې اوس او په راتلونکې کې به د توغندیو تر هر ډول دفاعي سیستم برلاسی وي.»

د آزمایښت په اړه د امریکا غبرګون څه و؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې په غبرګون کې ویلي دي چې دوی «دغه آزمايښت ته د امریکا او متحدینو له پاره د خطر په توګه نه ګوري.»

د پنټاګون ویاند جان کیربي، ویلي دي چې د اټومي وسلو د مسئولیتونو پر اساس روسي چارواکو د معمول مطابق تر آزموینې مخکې واشنګټن ته اطلاع ورکړې وه. کیربي وویل چې دا آزموېنه کومه حیرانوونکې خبره نه ده.

ویل کیږي چې د روسیې د دغه نوي توغندي د جوړولو چارې له څو کلونو راهیسې روانې وې. مسکو دا آزموېنه د خپل ملي بریا ورځې له مراسمو څخه څو اونۍ مخکې ترسره کړې.

د روسیې د بریا ورځ د می میاشتې په نهمه نیټه د دویمې نړیوالې جګړې د پای ورځې سره سمون خوري او په دغو مراسمو کې د یوه پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې پخوانیو روسي عسکرو ته د درناوي مراسم ترسره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ م. ج