1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسیه کي سختي اورلګیدني او سیلابونه

۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه

د روسیې په ځنګلونو کي د سختو اورلګیدنو په سبب چارواکو د دغه هیواد د اټومي تحقیقاتو په مرکز، ساروف ښار کي اضطراري حالت اعلان کړی. د بلي خوا یې د چین سره په سرحد کي سخت سیلابونه رامنځته سوي دي.

https://p.dw.com/p/3yi2N
Russland I Waldbrände
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د دغه محافظت کیدونکي ښار، ساروف چارواکو ویلي، دغه اقدام ځکه ضروري ؤ، چي اورونه د نیژني نوګورود د منطقې څخه مخ پر پراخیدو دي او د اضطراري حالت په اعلام سره کیدلای سي د اورونو د وژلو پخاطر اضافي قوتونو ته سازمان ورکول سي.

په دغه ښار کي د روسیې د اټومي تحقیقاتو مرکز موقعیت لري. ددغي سیمي ډیري نوري برخي هم د اورونو څخه په امان نه دي او د اورلګیدونو خطر یې ډیر دی. خصوصأ د روسیې په شمال شرق کي د سایبریا د سیمي د «یاکوتین» ښار د ډیر خطر سره مخامخ دی. هلته همدااوس په لسهاوو کورونه سوځیدلي او اوسیدونکي یې باید د امن ځایونو ته انتقال سوي وای.

لکه څنګه چي د روسي ټلویزوني چینلونو په تصاویرو کي ولیدل سوه د سایبریا د سیمي د ایرکوتسک او کراسنویارسک ټول ښارونه لوګيو او دودونو پوښلي دی. د روسي چارواکو په حواله نن یکشنبه په تقریبأ ۳،۵ ملیونه هکټاره مځکه کي اورونه بل دي. د کارپوهانو په خبره دا ډول اورلګیدني د روسیې په تاریخ کي ساری نه لري.

WS Russland Brand Gazprom Pererabotka
انځور: Russia Emergencies Ministry/ITAR-TASS/imago images

بیا د چین سره په سرحدي سیمه کي یې د «آمور» رود څخه د اوبو د رااوښتلو په مقابل کي اطفاییه باید سخته مقابله وکړي، کوم چی سخت سیلابونه یې رامنځته کړي دي. د رود اوبه تر هغه وروسته راواوښتې او سیلابونه یې رامنځته کړل، کله چي په تیرو څو ورځو کي سخت بارانونه واوریدل.

سیلابونو د نورو ترڅنګ هلته تقریبأ ۸۰ کیلومتره سړک او ۶ پلونه تر اوبو لاندي کړي دي.