روسیې نور شا او خوا ۲۰۰ تنه له افغانستانه ایستلي
۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبهد روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۱۸مه) په مسکو کې وویل چې په دغو کسانو کې چې له افغانستانه راایستل شوي روسي اتباع، د قرغزستان اتباع او همداشان هغه افغان محصلین شامل دي چې د روسیې په پوهنتونو کې منل شوي دي.
په پام کې ده چې درې ایلیوشن ال-۷۶ ډوله ترانسپورتي الوتکې د مسکو اړونده چکالووسکي پوځي اډه کې ښکته شي.
د اګست میاشتې له پای راهیسې د روسیې پوځ په ټوله کې ۷۷۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي.
تر دې دمخه د روسیې د تخلیې د پروازونو په ترڅ کې افغانستان ته د بشري مرستو استول هم رپوټ شوي وو.
له هغه وخت راهیسې چې سخت دریځه طالبان واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې د ډیری خلکو له پاره وضعیت خراب شوی دی. کابو ټولې بهرنۍ مرستې درویدلي دي او د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړل شوي دي.
د سیف دي چلډرن، د اټکل له مخې په سږني ژمي کې ښایي ۱۴ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان د نفوس تر نیمایي زیات یې کافي خواړه نه لري.