1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

«د اوکراین لخوا د روسي افسرانو د وژلو پلانونه شنډ شول»

۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبه

د روسیې داخلي استخباراتي اداره (FSB) وایي چې د اوکراین د استخباراتي ادارې هغه څو پلانونه یې شنډ کړي دي چې ګواکې د روسیې لوړپوړي پوځي افسران او د هغوی د کورنيو غړيو د وژلو لپاره جوړ شوي وو.

https://p.dw.com/p/4oaJV
د اف اس بی د ماسکو مقر
په ماسکو کې د روسيې د کورنيو استخاباراتو اف اس بي مقر انځور: Maxim Shemetov/File Photo/REUTERS

دروسیې استخباراتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په دې بریدونو کې داسې چاودیدونکي وسایل کاریدل چې د پاور بانک یا د سندونو د پوښ په بڼه جوړ شوي وو.

د روسيې داخلي استخباراتي ادارې (FSB) زیاته کړې ده: "د روسيې فدراسیون استخباراتي ادارې د دفاع وزارت د لوړپوړو پوځي غړو د وژلو یو لړ هڅې شنډې کړې دي." په وينا يې د دې بریدونو په پلان کې څلور روسي اتباع شامل ول چې د اوکراین د استخباراتي ادارې له خوا جذب شوي وو. 

د چارواکو په وینا، د نیول شویو کسانو څخه د یوه سره داسې چاودیدونکې وسیله وموندل شوه چې د پاور بانک په بڼه جوړه شوې وه. دا وسیله باید د روسیې د دفاع وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په موټر پورې د مقناطیسونو په وسیله تړل شوې وای. یو بل روسي وګړي ته د روسیې د دفاعي چارو د لوړپوړو چارواکو د څارنې دنده ورکړل شوې وه.

د پلان یوه برخه د یوې چاودیدونکې وسیلې د سندونو د پوښ په بڼه لیږدول وو، چې د هدف لپاره کارول کیده. 

د روسیې د وینا له مخې، د اوکراین داخلي استخباراتي ادارې (SBU) د دسمبر پر ۱۷مه د روسیې يو جنرال ایګور کیریلوف، په مسکو کې د کوره د وتلو پر مهال په يوه چاودنه کې وواژه. کیریلوف، د اټومي، بیولوژیکي، او کیمیاوي خطرونو د مخنیوي ځواکونو قومندان و. 

د (SBU) یوې سرچینې رویټرز ته تائید کړې ده چې د کیریلوف د وژنې تر شا د اوکراین استخباراتي اداره ولاړه وه. روسیې دا وژنه د اوکراین یو تروریستي برید ګڼلی او د انتقام ګواښ یې کړی دی.


 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.