افغان مېرمنې او ناولني د سخاروف جايزې ته نومول شوي
۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعهافغان مېرمنې او ناولني د سخاروف جايزې ته نومول شوي
د افغانو مېرمنو يوه ډله او د روسيې د اپوزيسيون سياستول، الکسي ناولني د اروپايي پارلمان د سخاروف د دموکراسۍ او بشري حقونو جايزې ته نومول شوي.
د دوی تر څنګ د بوليويا پخوانۍ منځمهاله ولسمشره، ژانين آنېس هم نومول شوې ده چې همدا اوس په زندان کې ده. دغه خبره د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ وکړه.
د افغانستان د مېرمنو په ډله کې د بشري او ښځو د حقونو فعاله سيما سمر، د يوه ګرځنده کتابتون بنسټ ايښېدونکې، فرشته کريم او فلم جوړونکې، صحرا کريمي هم راځي. هغوی په خپل هېواد کې د بشري او ښځو د حقونو د غوښتلو له کبله نومول شوي دي.
په زندان کې ناست، د کريملين منتقد الکسي ناولني هم جايزې ته نومول شوی دی چې د دموکراتې حکومتولۍ او د فساد په وړاندې مبارزه يې د نومول کيدو لامل دی.
د بوليويا پخوانۍ ولسمشره آنېس د حکومتي تعقيب او د قانوني محاکمو د نه شتون له کبله غوره شوې ده. د سويلي امريکا په بوليویا کې په هغې باندې تور دی چې په ۲۰۱۹ کال کې يې ګويا د پخواني ولسمشر، اېوو مورالس پر ضد د يوې کودتا مشري کړې ده.
د دغې جايزې ګټونکی يا ګټونکې به راتلونکې چهار شنبه د اروپايي پارلمان له خوا اعلان شي. دغې جايزې سره ۵۰ زره يورو هم مل دي چې د دسمبر په ۱۵مه به په شتراسبورګ کې د کال په تر ټولو وروستۍ پارلماني ناسته کې ورکول کيږي. دغه جايزه په ۱۹۹۵ کال کې د مړه شوي شوروي منتقد او فزيکپوه، اندرېي سخاروف پسې نومول شوې ده.
ن.ص/ب.ص (AFP)