ډنمارک: له ښکاره رضايت پرته سکس جنسي تېری دی
۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعهله دې وروسته په ډنمارک کې جنسي تېری يوازې په زور، بدني تاوتريخوالي او مسموم کولو پورې نه محدوديږي.
په ډنمارک کې د جنسي عمل تر اجرا دمخه د جنسي شريک د رضايت د څرنګوالي په هکله يو نوی قانون تصويب شوی دی. د دې هيواد پارلمان د پنجشنبې په ورځ يو قانون تصويب کړ چې پر بنياد يې بې د مقابل لوري له څرګند رضايت پرته سکس يا جنسي اړيکه کېدای شي جنسي تېری وبلل شي.
د ډنمارک د عدليې وزير نيک هايککيروپ وويل: «دا د جنسيتي برابرۍ له پاره يوه بې سارې ورځ ده چې موږ اوس د رضايت يو قانون لرو.»
دغه بدلون په ډنمارک کې په دې معنی هم دی چې جنسي تېری يوازې د فزيکي تاوتريخوالي، زور يا دا چې يو قرباني د مسموميت په دليل مقاومت ونه شي کولی، نور نه تعرفيږي.
د ډنمارک د عدليې وزارت ويلي دي چې څارنوالي په دې موضوع کې له دې وروسته هم د اثبات بار پر غاړه لري. دغه قانون د رايو په اکثريت او بې له کومې مخالفې يا سپينې رايې تصويب شو، چې ټاکل شوې ده د نوي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به عملي شي.
د بشري حقونو ځينې مدافع ډلو چې د بخښنې نړيوال سازمان يې هم په جمله کې راځي، له دې اقدامه ملاتړ کړی دی.
آنا بلوس چې د بخښنې نړيوال سازمان د ښځو د چارو محققه ده، وويل: «دا په ډنمارک کې د ښځو له پاره يوه عالي ورځ ده ځکه چې د تجاوز هغه منسوخ شوي او خطرناک قوانين کثافت دانۍ ته غورځوي او همداراز مرسته کوي چې د بومي مجازاتو پراخ ننګ او مصئونيت په دې جنايت کې پای ته ورسيږي.»
د دغه سازمان د موندنو پر بنياد، دولس نورو هيوادونو په اروپا کې داسې ورته يو قانون تصويب کړی دی.
aj-na*(DPA)/ن ص/ن ز