بامیان: د پسرلي په وروستۍ ورځ واورې بزګران اندیښمن کړي
۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سهشنبهد افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې د پسرلي په وروستۍ ورځ واوره وریدلې چې له کبله یې بزګران د زراعت زیانمنیدو ته اندیښمن شوي دي. سربیره پر دې، په دغه ولایت کې د واورې ورښت د دې ولایت اوسیدونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي هم حیران کړي دي.
غلام سخي نبي زاده چې د بامیانو له زراغت پوهنځي فارغ شوی دویچه ویله ته وویل: «د کال په دې فصل کې د واروې ورښت پر کرنې، زراعتي ځمکو او میوه لرونکو ونو باندې ناوړه اغېز لري او د هغوی له پاره د مختلفو زراعتي ناروغیو لامل کیږي.«
د کارپوهانو په باور په نړۍ کې اقلیمي بدلون د دغه راز پیښو سبب ګرځي چې له کبله یې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې سخت ورښتونه، سیلابونه او یا هم په ځنګلونو کې اورونه رامنځ ته کیږي.
افغانستان هم سږ کال له وچکالۍ سره مخامخ وو. د بامیان ولایت اوسیدونکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې هم د ورښت کچه ټیټه وه او دا چې سږنۍ وچکالي بې ساري وه.
بامیان د افغانستان یو له زارعتي ولایتونو دی، چې ۸۰ سلنه اوسیدونکي یې په کرنه او مالدرۍ بوخت دي او ډيری اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پرمخ بیايي ترلاسه کوي.