ميانمار په زرونو سیاسي بنديان آزاد کړي
۱۴۰۰ مهر ۲۷, سهشنبهد سويل ختيځې اسیا بحراني هېواد زندان دروازې ته د بنديانو خپلوان او دوستان په ساعتونو په انتظار کې وو،ډيرو کسانو د ژړا په حالت کي يو بل په غيږو کې نيول.
د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې د سه شنبې سهار پورې په سلونو بنديان له بنده آزاد شوي. ډير نور به د ورځې په اوږدو کي آزاد شي.
د ميانمار يو تن اوسیدونکې لين لين د آلمان خبري آژانس ته وويل: «زما دوه ملګري تيره شپه آزاد شول.» لين لين زياته کړه: «ما د تيرې شپې راهيسې د انساين زندان مخ ته انتظار کاوه او د دواړو په ليدلو ډير خوشاله يم.»
کم تر کمه ۷۰۰۰ کسان لا په بند کې دي. د بندیانو سره د مرستې سازمان AAPP د معلوماتو له مخې د فیبروري مياشت په لومړۍ نيټه په دغه هېواد کې د شوی کودتا راهیسې له ۹۰۰۰ کسانو څخه زيات د پوځي حکومت پر وړاندي د مقاومت له کبله نيول شوي ول. دمګړۍ لا ۷۳۰۰ کسان په زندان کې دي او ۱۱۸۱ انسانان وژل شوي دي.
د (ASEAN) ټولنې پر جنرال مين آنګ فشار راوړي
له هغه کسانو څخه چې آزاد شوي يو يې هم د پخواني حکومت مشري آنګ سان سوچي د ګوند وياند دې. هغه په انساين بدنام زندان کې له اته مياشتو تيرولو وروسته وويل: «نن هغوي ماته راغلل او وېي ويل چې مابه کورته بوځي.»
ځينو فعالانو، د پوځيانو دغه بښنه د نړيوال اعتبار بیا تر لاسه کولو له پاره ګڼلې ده. د (ASEAN) ټولنې له خوا فشار يې بيا بل ټاکونکې دلیل دی. د سويل ختيځې آسیا په دغه هېواد کې د فیبروري مياشت له لومړۍ نيټې څخه د شوي کودتا په پايله کې جنرال مين اونګ هالینګ مشري پر غاړه لري. نوموړې په يو غیرې عادي اقدام سره د (ASEAN) ټولنې له غونډې څخه ويستل شوې وو.
له بهر څخه فشار مرسته کولې شي
په ماینمار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خاصو رپوټونو خبريال تام اندروز وويل: «آزادول د دې دلیل نه دی چې د نظامي حکومت په کړنو کې بدلون راغلی.» د هغه په خبره په خپل سر د هغه خلکو نيول او ورسره زور زياتې ترسره کول،چې يوازي له خپلو لومړنيو انساني حقوقو ګټه اخلي پرته له ځنډه دوام لري. د بندیانو بښنه هم له بهر او له داخل څخه پر پوځي حکومت د فشار له کبله ترسره کيږې.