د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلي کاپيتاني په پرتګال کي له فوټباليستو نجو سره وکتل
د افغانستان ۲۶ فوټبالیستو نجونو چې له خپلو کورنیو سره يې په پرتګال کې پناه اخيستې ده، په ناڅاپې ډول يې د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي لوبډلي له کاپيتاني سره ليدلي دي.
په پرتګال کي له فوټبالیستو نجونو سره د فرخنده محتاج لیدنه
فرخنده محتاج چې په کاناډا کي اوسیږي، د دغو ځوانو افغانو نجونو د ژغورلو له پاره چې په افغانستان کي بندې پاتې وې، څو اونۍ کوښښ وکړ. هغه د دغو نجونو د ليدلو له پاره د پرتګال پلازمېني لیسبون ته تللې ده.
ګډ انځور
له ۱۴څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري دغو نجونې او د کورنيو غړو يې په خندا او اوښکو سره د محتاج هرکلی وکړ.
له کوربه هېواده مننه
فرخنده محتاج وايې: «هغوی ژمن او ډېري ځواکمنې وې، په پای کې له هغوی سره ليدل ډېر له احساسه ډک ول، ځکه پوهيدم چې هغوی څومره ستونزي ګاللي.» محتاج له پرتګال څخه مننه کړي چې دغه فوټبالیستاني يې منلي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې ویره
له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته دغه نجوني او کورنیو يې کوښښ کاوه له چې هيواد څخه ووځي. هغوی ډاريدل چې د طالبانو په حکومت کي به يې ژوند له ګواښ سره مخ شي. نه يوازي دا چې نجوني او ښځې د ورزش اجازه نه لري، بلکې له دې کبله هم چې هغوی د نجونو د حقوقو غوښتونکي او د خپلې ټولنې فعالې غړې وې.
د رونالدو په ټاټوبې کې ژونذ
د افغانستان دغه تنکۍ ځوانې فوټباليستانې چې شمير يې له خپلو کورنيو سره د ماشومانو او لويانو په ګډوڼ په ټوليزه توګه ۸۰ کسانو ته رسیږې، اوس د کريستيانو رونالدو، چې د نړۍ افسانوي فوتبالیست دی، په ټاټوبې کې ژوند کوي.
هغوی هيله لري چې له کريستیانو رونالدو سره وګوري
د دغو فوټباليستانو ځينو يې له اسوشيتيد پرس سره خبرې کړي او ويلي دی چې علاقه لري د فوټبال لوبې ته دوام ورکړي. هغوی هيله لري چې د فوټبال له پرتګالي ستوري کريستیانو رونالدو سره وګوري.
په پرتګال کي د فوټبال تمرين
د پنجشنبې په ورځ دغه نجونې له محتاج سره له پلازميني ليسبون څخه بهر د اودیو لاس ښار د فوټبال په ميدان کي تمرين وکړ.