1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

سېول: په ټېل ما ټېل کې د مړو شمېر له ۱۵۰ اوښتی

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د سويلي کوريا پلازمېنه سېول کې تر يوه پراخ ټېل ما ټېل وروسته د مړو شمېر له ۱۵۰ کسانو هم اوښتی دی. د اطفايې په خبره دغه شمېر کې ۱۹ تنه بهرنيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4IqKy
په سويلي کوريا کې د ټېل ما ټېل پېښه
په سويلي کوريا کې د ټېل ما ټېل پېښهانځور: Lee Ji-eun/Yonhap/AP Photo/picture alliance

د سويلي کوريا ولسمشر، يون سوک يول، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۰مه) ملي ماتم اعلان کړی او ويلي يې دي چې حکومت به د مړو د تدفين لګښت پر غاړه واخلي او د ژوبلو شوو کسانو د درملنې لګښت هم ادا کړي.

په ټوله نړۍ کې سياستوال لکه د متحده آيالاتو ولسمشر جو بايدن او د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ژور خپګان څرګند کړی دی. په زرونو په تېره ځوان کسان د شنبې په ماښام د ۲۰۲۰ کال راهيسې د روانې کرونا پانديمۍ له کبله په لومړي ځل بېرته د هېلووين جشن د لمانځلو له پاره د سېول ښار په تنګو کوڅو کې سره راټول شوي ول.
د شپې د ځايي وخت په لسو بجو ټېل ما ټېل پيل شو. ۳۰ کلن جون ګايول د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې »د ډېرو انسانانو تر منځ ټېل ما ټېل پيل شو چې زه هم د خلکو په منځ کې بند پاتې شوم او راوتلی نه شوم.« د هغه په خبره دغه احساس يې درلود چې ډېر ژر به کوم ناورين رامنځ ته شي. اطفايې لومړی ويلي وو چې د لسګونو کسانو زړونه ودرېدلي وو. په عکسونو او ويډيوګانو کې داسې کسان ليدل کيږي چې پر ځمکه پراته دي او د ژغورونکو ځواکونو له خوا ورسره بېړنۍ مرسته کيږي. د اطفايې په حواله سيمې ته لږ تر لږه ۱۴۰ آمبولانس موټر رسېدلي وو. پوليسو د ناورين ځای تړلی هم دی.په سویلي کوريا کي يوه لوړ پوړې ودانۍ د اور په لمبو کې

د سويلي کوريا اطفايې ويلي دي چې د مړو شمېر اوس لږ تر لږه ۱۵۱ تنو ته لوړ شوی دی چې ۱۹ بهرنيان په کې هم شامل دي. د سويلي کوريا يونهاپ خبري آژانس خبر ورکړ چې له ايران، ازبکستان، چين او ناروې څخه راغلي کسان هم په دغه ناورين کې وژل شوي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په شپه لا په دې اړه معلومات نه شوای ورکولی چې آيا جرمنيانو هم په دغه ناورین کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ځکه چې دا د يوې وياندې په حواله تر وخت مخکې خبره ده. د يونهاپ د خبر له مخې او د اطفايې د ځايي مديريت په حواله ۹۷ مړه شوي کسان ښځې او ۵۴ نارينه دي. د ټپيانو شمېر ۸۲ ښودل شوی، خو د سويلي کوريا د کورنيو چارو وزارت د ژوبل شوو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه په ګوته کړی دی. له ځايي رسنۍ واي ټي ان سره په مرکه کې يوه ډاکتر، لي، د سترګو ليدلی حال او د ګډوډۍ صحنې تشريح کړې. د هغه په خبره »کله چې مې په لومړي ځل د خلکو د بېرته راژوندي کولو هڅه وکړه، دوه قربانيان پر پلې لار پراته ول. خو ورپسې د دغسې کسانو شمېر خورا لوړ شو او په سيمه کې د بېړنيو مرسته کوونکو له تعداد څخه واوښت.« نوموړي دا هم وويل چې »د ډېرو قربانيانو مخونه تک زيړ وو. ما يې نبض او ساه نه شوای لمس کولی او د ډېرو له پوزو وينې بهېدلې. کله چې مې د هغوی د راژوندي کولو هڅه کوله، وينه يې له خولې تويدله.«سويلي کوريا ته تللي افغانان په څه حالت کې دي؟

ولسمشر سوک يول ژمنه وکړه چې د پېښې »دقيقه پلټنه« به وشي او د دې ډاډ تر لاسه شي چې داسې څه هيڅکله بيا پېښ نه شي. ملت ته په تلويزيون کې د خپرېدونکې وينا پرمهال نوموړي د يکشنبې په ورځ وويل: »د سېول په مرکز کې داسې ډرامه او ناورين رامنځ ته شو چې بايد نه وای پېښ شوی.« د سهار له خوا سوک يول د پېښې له ځای څخه ليدنه وکړه. دغه ناورين په ټوله دنيا کې خپګان رامنځ ته کړی دی. د امريکا متحده آیالاتو ولسمشر، جو بايدن، وويل چې امریکا په دغه سخت وخت کې د سويلي کوريا »تر څنګ« ولاړه ده. د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ، په ټويټر کې وليکل چې »د سېول تراژيديکې پېښې موږ ټول لړزولي يو.« د هغه په خبره »دا د سويلي کوريا له پاره د وير يوه ورځ ده« او زياته يې کړه چې »آلمان ستاسو تر څنګ ولاړ دی.«

دغسې ورته څرګندونې د فرانسې ولسمشر، ايمانويل ماکرون، هم کړې دي.

آ (اې اف پي)/ن.ص./ا.ا.