افغانستان: د کانکور آزموینې پيل؛ نجونو ته د ګډون اجازه نشته
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبهد طالبانو حکومت د آزموینو ملي ادارې د اعلان شوي مهالویش سره سم، د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور آزموینې په لومړي پړاو کې، نن پنجشنبه (۲۰۲۳م کال د جولای ۲۰) په یوولسو ولایتونو (لوګر، پکتیا، تخار، بغلان، سرپل، فاریاب، غور، بامیان خوست او دایکنډي) ولایتونو کې د کانکور آزموینه پيل شوه.
په دې اړه د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه لومړي دور ازموینه کې د څوارلسم پاسانو او دیني مدارسو فارغانو په شمول د دولسم ټولګيو ۲۴ زره ۴۳۷ کسانو ګډون کړی، چې ازموینه به یې تر سبا ۳۰ مې نېټې پورې دوام ولري.»
له نجونو پرته کانکور
په تېرو څه کم درې لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو له پاره د کانکور آزموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کیږي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په ترڅ کې تر «امر ثاني» د کانکور په آزموینه کې د نجونو ګډون ځنډولی دی.
اړوند مطالب:طالبان له هغو نجونو چې ۱۲ ټولګی یې نه دی لوستی آزموینه اخلي
د آزموینو د ملي ادارې پر ټویټرپاڼه په دې اړه لیکل شوي: «د سږ کال کانکور آزموینې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی. فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي.»
لوړو زده کړو وزارت یواځې همدومره ویلي دي چې ترڅو په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو دوام ځنډیدلی وي، په کانکور کې یې ګډون هم ځنډول کیږي.
د کابل پوهنتون یوه پخواني استاد عبیدالله وردګ د طالبانو حکومت پردې پریکړه د سختي نېوکې په ترڅ کې وویل، تېر کال یې په پوهنتونونو کې د نجونو له پاره تحصیلي څانګې محدودې کړې او سږکال یې له تحصیل او آزموینې په بشپړ ډول بې برخې کړې.
وردګ دویچه ویله ته وویل: «له دې سره جوخت یوه بله جالبه موضوع داده چې دوی له تېر کال راهیسې د کانکور په آزموینه کې د شمولیت فورمې بیلابیلو ښوونځیو ته لېږلې دي او د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې چې هلته نجونې له لیسو فارغې شوې دي او یا د تېر کال فارغانې پاتې وې، پر هغوی ټولو د کانکور آزموینو دغه فورمې وېشل شوي او په مقابل کې یې ۵۰۰ افغانۍ هم ترې اخېستل شوي دي.»
د پوهنتون دغه استاد چې تېر کال یې پوهنتونونو کې د نجونو په حضور د بندیز په غبرګون له دندې استعفا هم کړې وه، له چارواکو غوښتي چې د نجونو په حق کې باید دومره لوی «ظلم» ونه شي.
چارواکو ویلي سږ کال په پوهنتونو کې د جذب کچه لوړه ده چې له مخې به یې ډېر ځوانان په تحصیلي څانګو کې جذب شي.