1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر پارلمان منحل او د ټاکنو نېټه اعلان کړه

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۷, جمعه

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاينماير د دغه هيواد پارلمان منحل او د نوي کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۳مه نېټه يې نوو ټاکنو ته لاره پرانيستله.

https://p.dw.com/p/4ocZT
ولسمشر فرانک والتر شتاينماير د بوندستاگ د منحل کولو د اعلان پر وخت
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينمايرانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر، د دغه هيواد پارلمان (بوندستاګ) منحل اعلان کړ او د ۲۰۲۵م کال د فبروري مياشتي ۲۳مه نېټه یې د خپل وخت مخکي ټاکنو لپاره اعلان کړه. شټاینمایر، د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۷) په خپله پرېکړه کې وویل: "په ځانګړو توګه ستونزمنو شرايطو کې لکه اوس، د ثبات لپاره یوه پیاوړې حکومت او د پارلمان د باور وړ اکثریت اړین دي. له همدې امله زه باور لرم چې د خپل هېواد د ګټې لپاره، نوې ټاکنې د سمې لارې اقدام دی."

شټاینمایر زیاته کړه چې د بوندستاګ انحلال د تقنیني دورې له پای ته رسېدو مخکې او رامخته کړل شوې ټاکنې د آلمان لپاره "بېساري پېښې" دي. هغه وویل چې د اوسني حکومت مشري د صدراعظم اولاف شولڅ (سوسيال ديموکرات ګوند) له لوري کیږي، خو په بوندستاګ کې یې نور اکثریت نه درلود. دا حالت د دسمبر پر ۱۶ مه نېټه دصدراعظم له خوا د باور رايې په لاسته راوړلو کې له ناکامېدو وروسته راڅرګند شو. له دې مخکې د آلمان ائتلافي حکومت پاشل شوی و.

شټاینمایر، وویل چې هغه د پارلمان د مختلفو ډلو او مشرانو سره په خپلو خبرو کې د "بل ډول جوړښت لرونکي حکومت" لپاره اکثریت ونه موند.

د شټاینمایر، دغه اقدام د صدراعظم په باور رایې کې د ناکامۍ پر بنسټ ولاړ و. د آلمان د اساسي قانون ۶۸ ماده، ولسمشر ته اجازه ورکوي چې په دې ډول حالاتو کې بوندستاګ منحل کړي او نوې ټاکنې ترسره شي. صدراعظم شولڅ له ولسمشر څخه د دې ګام اخیستو غوښتنه کړې وه.

شټاینمایر په خپله لنډه وینا کې چې په بیلوو  ماڼۍ کې یې وکړه، پر دې ټینګار وکړ چې د بوندستاګ انحلال دا مانا نه لري چې پارلمان نور پرېکړه نشي کولی. هغه وویل: "زموږ ډیموکراسي په انتقالي دورو کې هم خپل کار کوي." د ټاکنو تر بشپړېدو پورې پارلمان بشپړ فعالیت لري، کولی شي پرېکړې وکړي او قوانین تصویب کړي.

د قانون له مخې اوسنی حکومت به هم د ټاکنو تر پای وروسته په دنده کې پاتې وي، تر هغه چې نوی بوندستاګ جوړ شي. په هرصورت، شولڅ او زرغون ګوند اوس په لږکیي کي دي او د لږکۍ حکومت مشري کوي. دا پدې مانا ده چې حکومت د اپوزیسیون له ملاتړ پرته نوي پلانونه نشي عملي کولی.


 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.