رپوټ: د امریکا په مسجدونوکي ادغام او اسلامي عقیده تقویه کیږي
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهدغه رپوټ چي پرون سه شنبه خپور سوی دی او د مسجونو د سلونو روحانیونو پر مرکو باندي اتکا لري، دې نتیجې ته رسیدلی دی، چي هغوی تمایل لري د اسلام سم درک رامنځته کړي.
دا که څه هم د « اسلام پر اساسي متنونو باندي اتکأ لري، خو د داسي تفسیر دپاره، چي هدف یې اسلامي احکام او عصري شرایط په نظر کي نیول وي، هم پرانیستی دی.»
په داسي حال کي چي په ډیرو نورو هیوادونو کي یوازي یو فکري مکتب حاکم دی، مهاجرین بیا په امریکايي عنعناتو کي ورګډ سوي، تر څو یو لوی عقیده وي ګروپ تشکیل کړي.
په داسي حال کي چي عین انستیتوت په ۲۰۰۰ م کال تشخیص کړې وه، چي د امریکا متحده ایالاتو په ۵۳ فیصده مسجدونو کي په انګلیسي خبري کیږي، اوس بیا هلته د انګلیسي ژبي فیصدي ۷۲ ته لوړه سوې ده.
د بلي خوا بیا تر نیمايي ډیرو مسجدونو(۵۱ فیصده) یو امریکايي سیاستمدار میلمه کړی، تر څو عبادت کونکو ته یې خبري وکړي. د دغه رپوت د یوه لیکونکي، احسان بجبي په خبره دا تر یوې عیسوي ټولني (کلیساوي) ډیر لوړ سیاسي مشارکت دی، چي هلته تر سره کیږي.
د رپوټ پراساس مسجدونه په اجتماعي ابتکارونو، لکه داوطالبانه کارونو او نورو کي ډیره لوړه برخه اخلي. سربیره پردې د درو مسجدونو څخه د دوو مسجدونو په رهبرۍ کي ښځي حضور لري. د دغه رپوټ پر اساس: «د امریکا مسجدونو د جنسیت په لحاظ د نړی تر بل هر ځای مدغم سوي دي.»