1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

سوريه: د پوځ او ياغيانو ترمنځ نښتو کې ۱۳۲ کسان وژل شوي

بريښنا صابر | فرانس پريس، ډي پي ای
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

د سوریې په شمال کې د جهادي ډلو او د بشار الاسد د عسکرو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د اسد ځواکونو يو ځل بيا د روسیې د جنګي جټ الوتکې له لوري ملاتړ ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4nX7e
د سوریې د شمال د يوه کلي انځور
ویل شوي دی چې روسي جنګي الوتکو د يو شمیر هوايي بريدونو په ترسره کولو سره له سوريايي عسکرو سره مرسته کړې ده.انځور: OMAR HAJ KADOUR/AFP via Getty Images

د فعالانو د معلوماتو په حواله د سوریې په شمال کې د پوځ او د جهادي وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې يو شمير انسانان وژل شوي دي.

په لندن کې د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ويلي دي چې د چهار شنبې په ورځ د جهاديانو له لوری په حلب ایالت کې په پېل شوي ناڅاپي حمله کې د وژل شويو کسانو شمیر ۱۳۲ ته لوړی شوی دی.

د هيئت تحرير شام ډلې ۸۳ جنګيالي وژل شوي

د دې لندن مېشتې ټولنې د معلوماتو په حواله په مړو کې د هيئت تحرير شام جهادي ډلې (HTS) او متحدينو ۸۳ تنه جنګيالي او همدا راز ۴۹ د حکومتي ځواک غړي شامل دي.

د څار ټولنې زياته کړې چې له دې نښتو څخه ځيني د حلب ښار جنوب لویدیځ ته د لسو کیلومترو هم په لږ واټن کې په پرته سيمه کې شوي دي.

ویل شوي دي چې روسي جنګي الوتکو د يو شمیر هوايي بريدونو په ترسره کولو سره له سوريايي عسکرو سره مرسته کړې ده. د څار دغه ټولنه خپل معلومات په سوریه کې د مختلفو سرچينو له يوې شبکې څخه په لاس راوړي. د دوی معلومات که څه هم چې د يوې خپلواکې سرچينې له خوا تائيد شوي نه وي خو تر ډېره معتبر ګڼل کيږي.

د حلب او ادلیب ایالتونو ځينې برخې د جهادي ډلو په ولکه کې دي

د سنا په نامه دولتي خبري آژانس د سوریې د پوځ يوه اعلاميه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي «په وسلو سمبالو ترهګریزو سازمانونو» د چهار شنبې پر سهار یوه ستره حمله پېل کړه.

زياته شوې چې «د درنو او منځنۍ کچې درنو وسلو په مرسته دغه بريد په سيمه کې خوندي کلي او ښارونه او همدا راز زموږ د پوځ تاسيسات په نخښه کړي دي.»

زياته شوې چې پوځ د «ډېرو تلفاتو» په ورکولو سره بريد پر شا تمبولو هڅه کوي.

د هيئت تحرير شام ډله د سوریې د شمال لویدیځ ایالتونو ادليب او حلب پر يو شمير برخو ولکه لري. دغه ډله په سوریه کې د القاعدې ترهګرې شبکې  يوه څانګه ده.

په سوريه کې کورنۍ جګړه هغه وخت پېل شوه کله چې ولسمشر بشار الاسد په ۲۰۱۱م کال کې د خپل حکومت پر ضد پیل شوي احتجاجونه په زور وځپل. له هغه وخت راهېسې په دې شخړه کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او په میليونو بې ځایه شوي دي. د سوریې زيربناوې او صنعت هم سخت زيانمن شوی دی.

 

لویدیځ د سوریې په موضوع کې د روسیې په اړه څه کوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب