طالبان او ايراني چارواکي د افغان زندانيانو په اړه خبرې کوي
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهدطالبانو سترې محکمې د جمعې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې يوه قضايي پلاوي تهران ته سفر کړی دی چې دافغان بنديانو د انتقال يا سپارلو او هغو په اړه چې د مرګ په سزا محکوم شوي، له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د سترې محکمې اداري معاون عبدالمالک حقاني، د دې پلاوي مشري کوي.
اړونده موضوع: ايران ۱۰۰ افغان زندانيان طالبانو ته وسپارل
په دې اعلاميه کې راغلي: «ایران ته د اسلامي امارت د سترې محکمې د قضايي هيئت د سفر اصلي هدف، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قضايي همکاريو پياوړتيا، په ایران کې په اعدام د محکومو شويو افغانانو له پاره د بديلو لارو لټه او د زندانيانو د سپارلو د موضوع تعقيب دی.»
ايراني چاروکو تر دې مخه ويلي ول چې په ايران کې ۶۰۰۰ افغان اتباع زنداني دي.
د دې افغانانو د زنداني کيدو دليل د اقامت د قانوني مدارکو نه شتون، د مخدره موادو قاچاق او ځيني نور جرمونه ياد شوي دي.
د ايران د بشري حقونو سازمان د ۲۰۲۴م کال په اګست میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې د دغه کال په لومړيو ۷ مياشتو کې په ايران کې ۲۰ تنه افغانان اعدام شوي.
په ايران کې پر اعدامونو تل د بشري حقونو د سازمونو له لوري نيوکې کيږي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په پام کې ده په دې دوه ورځني سفر کې پلاوی د ایران د عدليې له وزير او د محکومو شويو کسانو د بیرته سپارلو د کميټې له رئيس سره وګوري.