ملا برادر له پاکستاني چارواکو سره پر څه غږېدلی؟
۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبهپه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، ملا برادر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره د دواړو هېوادونو په اړوندو موضوعاتو خبرې کوي.
نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په ځانګړي ډول د مهاجرو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي.»
پاکستان ته د ملابرادر سفر افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تر سفر یوه ورځ وروسته ترسره کیږي.
د افغان حکومت هرکلی
افغان حکومت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون پلاوي له سفره خبر دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې راغلي دي چې ددغه پلاوي سفر د افغان دولت په مشوره ترسره کیږي.
په ویناپاڼه کې کابل ته د عمران خان تر سفر وروسته د افغان سولې په برخه کې د هغه د هلوځلو هرکلی شوی.
د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغان دولت او ملت پرحق هیلې د پاکستان اسلامي جمهوریت سره شریکې کړي، افغان دولت د تاوتریخوالي په بیړني کمښت، د سراسري اوربند پر ټینګښت او د رغنده مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته پر رسېدلو ټینګار کوي.»
کابل هېله من دی چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر به ټاکلو موخو ته په رسېدو کې ګټور تمام شي.
خو پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج وايي چي په قطر کې د افغان سولې بهیر واګي د افغانانو له لاسه وتلي دي: «پاکستان تل ويلي دي چې طالبان موږ سولې ته هڅولي او ګومان هم دادی چې د سولې په برخه کې د غرب د پروګرامونو اجرا کوونکی اسلام اباد دی.»
په لندن کې ددغه پخواني افغان ډيپلوماټ په وینا، ملابرادر له عمران خان او بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنو کې د سولي مذاکراتو پر راتلونکو اجنډاوو خبرې کړي.
ایا د سولې د خبرو د راتلونکو پړاوونو ځای لانجمنیږي؟
هاخوا د سولې او ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله نن چهارشنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر ۱۶مه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د مذاکراتو د راتلونکي پړاوونو ترسره کېدل د یوه وړانديز په توګه مطرح دی.
خو عبدالله دا هم ویلي چې دغه وړاندیز باید د خبرو د ځنډېدو لامل ونه ګرځي: «داسې ونه شي چې د سولې د خبرو د ځای په پلمه د سولې مذاکرات وځنډيږي.»
عبدالله ټینګار کوي چې د سولې خبرو له پاره د ځای پر انتخاب د دواړو لورو هوکړه مهمه ده.
سیاسي شنونکي اندېښمن دي چې د سولې خبرو راتلونکو پړاونو ځای په اړه د افغان مشرانو ضد و نقیض دریځونه ښايي دا موضوع لاپسې لانجمنه کړي.
پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج وویل چې ښايي دا موضوع د سولې بین الافغاني خبرې له خپلې ټاکلې نیټي وځنډوي.
خو په جرمني افغان سیاسي شنونکي محمد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، په کور دننه د سولې مذاکراتو ترسره کېدو وړاندیز یوازي یوه "ارماني" غوښتنه ده: «طالبان حتی د افغانستان حکومت په رسمیت نه پيژني او دا به هغوی ته د منلو وړ نه وي.»
تردې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې خبرو د راتلونکو پړاونو له پاره افغانستان وړاندیز کړی.
اسماعیل شاکر – کابل