1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې او اوکراين ترمنځ خبرو کي پرمختګ نه دی سوی

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

د اوکراین د خارجه وزیر دیمیترو کولیبا په خبره، د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ خبرو اترو کي د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی. په عین حال کي د ملګرو ملتو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې د خطر زنګ وهلی.

https://p.dw.com/p/48Hzf
Ukraine-Konflikt - Treffen Lawrow und Kuleba
کولیبا او لاوروف، د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانانځور: Pool EPA/AP/Reuters/dpa/picture alliance

دیمیترو کولیبا د ترکیې په انتالیا کي خبري کنفرانس ته وويل: »موږ د یوه اوربند په هکله خبري وکړې، خو په دې برخه کي کومي نتیجې ته ونه رسیدو.« خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف بيا وويل چي د ملاقات موخه دا نه وه چې پر اوربند باندي خبري وسي.

د روسيې او اوکراين د بهرنيو چارو وزيرانو تر ملاقات وروسته دواړو وزيرانو په جلا جلا توګه پر يوه وخت په خبري کنفرانسونو کې کډون وکړ او د خبريالانو پوښتنو ته يې جوابونه وويل.

په انتالیا کي د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره تر بحثونو وروسته، دیمیترو کولیبا وویل چي دا نتیجه هم ترلاسه نه سوه چي د ماریوپل ښار له پاره دي د بشري مرستو دهلیزونه رامنځته سي. دغه لوی ښار له څو ورځو راهیسي د روسي پوځ کلابند کړی دی.

Türkei | Kuleba, Lawrow, Cavusoglu - Außenministertreffen in Antalya
د ترکیې په انتالیا کي د اوکراین د کړکیچ په هکله د خارجه وزیرانو غونډهانځور: Cem Ozdel/AA/picture alliance

کولیبا زیاته کړه چي اوکراین د روسیې پر پلان باندي چلیپا وکښله. هغه په عین وخت کي ټینګار وکړ: «روسیه به له اوکراین څخه تسلیمي په لاس رانه وړي.»

نوموړي وزیر په دې اړه واضح کړه چي د هغه هیواد تیار دی چي بیا هم د دغي جګړې د پای ته رسیدو له پاره هلي ځلي وکړي. هغه د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره په دې اړه موافقه وکړه چي خبرو اترو ته به په همدې شکل ادامه ورکړي. لاوروف پر جواب ورکولو باندي ټینګار کوي.

د دغو خبرو اترو په ترڅ کي لاوروف له خپلو همکارانو سره، د خپل هیواد له خوا وړاندیزونو ته اشاره وکړه. لاوروف تر دغه ملاقات وروسته وویل چي موږ په دې اړه د جواب ورکولو په تمه یوو. همدارنګه د بشري حالت په هکله هم خبري وسوې. نوموړی وزیر لویدیځ په خطرناکه چلند تورنوي او وايي چي لویدیځ اوکراین ته وژونکي وسلې استوي. دا لا معلومه نه ده چي دغه انتقال سوي خطرناک توغندي به د چا لاس ته ولویږي.

لاوروف ژمنه وکړه چي په اوکراین کي د روسیې ماموریت د پلان پراساس مخ ته ځي.

Ukraine-Konflikt | Russischer Angriff in Mariupol
پر ماریپول ښار باندي د روسیې هوایی بریدانځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance

دا د جنګونو له پیل راهیسي د روسیې او اوکراین د خارجه وزیرانو تر منځ لومړنۍ مستقیمي خبري اتري وې. دواړه خارجه وزیرانو د ترکیې په انتالیا ښار کي د دغه هیواد د خارجه وزیر، مولوت چاویز اغلو په حضور کي سره وکتل.

تر دې دمخه ترکیې دواړو هیوادونو ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی وو. خو د بحران د کمیدو په لار کي د یوه تغیر امیدواري د هغوی تر ناستي دمخه لا د روسیې د منځګړي، لیونید سلوتڅکي د اظهاراتو په دلیل له منځه ولاړه. هغه روسي خبري آژانس،RIA ته ویلي ول، چي روسیه هيڅ ډول امتیاز ورکولو ته حاضره نه ده او د هیڅ کومي نقطې څخه به تیر نسي. د روسیې او اوکراین تر منځ تر اوسه پوري درې نوري دورې مذاکرات سوي دي.

یونسیف د خطر زنګ وهلی دی

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ سازمان، یونسیف خبر ورکړی دی چي پر اوکریان باندي د روسیې د حملې له پیل څخه تر اوسه پوري یو ميلیون کوچنیان همسایه هیوادونو ته تښتېدلي دي. د دغه رپوټ پراساس تر اوسه پوري ۳۷ کوچنیان وژل سوي او ۵۰ نور ټپيان سوي دي.

د یونسیف اداري رئیسې، کاترین روسل تینګار وکړ چي کوچنیان په اوکراین کي «حتمي او عاجلي» سولي ته اړتيا لري. دغه ۶۱ کلنه چي د لومړۍ ښځي په توګه د همدې کال له فبرورۍ میاشتي څخه د دغه سازمان مشره ده، په ماریوپل کي یې پر یوه زیږنتون باندي حمله سخته وغندله.

GP/NZ/DW.Online