المان کې یو ایرانی د تروریستي توطیې په تور نیول شوی
۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبهد مونستر او د دوسلدورف د څارنوالۍ دفتر د یکشنبې په ورځ یوې رسنۍ ته ویلي دي چې د کاستروپ- راوکسل په ښار کې یي د زهرجنو موادو د موجودیت له کبله یو کور پلټلی دی.
په دغو عملیاتو کې یو ۳۲ کلن ایرانی د سیانید او ریسین په نوم زهرجنو کیمیاوي موادو په وسیله د تاوتریخوالي ډک یوه اقدام له پاره د تیاري نیولو په خاطر نیول شوی دی.
د تحقیق کوونکو په وینا دا ډول یو برید کولی شي د هیواد امنیت له خطر سره مخامخ کړي. د دوی په باور، شکمن کس د اسلامي انګیزې په اساس د دې برید له پاره تیاری نیولی و. د دغه ایراني سړي سربیره یو بل کس هم نیول شوی دی.
د دغې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ، اصلي تورن کس مخکې تر دې چې د محاکمې تر دایریدلو پورې په بند کې وساتل شي، یوه تحقیق کوونکي قاضي ته وړاندې کیږي.
په دې وروستیو کلونو کې په المان کې د افراطي اسلامپالو له خوا څو بریدونه شوي دي چې د هغو له جملې څخه یو یي په ۲۰۱۶م کال کې د کریسمس پر بازار برید و. په دغه برید کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او لسګونو نور ټپیان شوي ول. د دې برید دریارلسم قرباني هم له دې پيښې پنځه کاله وروسته د شدیدو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا