د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي
۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبهد هرات ولايت يوه امنيتي سرچينه وايې چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې رامنځته سوي ده.
په هرات کې د طالبانو یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي دویچه ویله ته وویل: «برید هغه مهال وسو چې د هرات ولایت د اوبو رسولو رئیس او کارکوونکي خپل دفتر ته روان وو چې د لاله زار تالار مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا د دوی پر موټر برید شوی دی.»
اړوند:د طالبانو خپل منځي اختلافات پر کوم لور روان دي؟
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د هرات ولايت د اوبو رسولو رئيس محمد نادر کاکړ له خپلو دوو ملګرو سره وژل سوى او درې نور کسان ژوبل سوي دي.
سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه پلټنې پیل سوي دي.
عيني شاهدانو په سیمه کې د دريو کسانو وژل کېدل تاييد کړل.
اړوند:طالبان: هرات کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ داعش وسلهوال وژل شوي
په هرات کې طالب چارواکو په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په داسې مواردو کې معلومات ورکوي.
په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.
شعیب تنهاشکران/صفت الله زاهدي