د موکیش امباني د زوی واده؛ تر صدراعظمانو وربلل شوي دي
۱۴۰۳ تیر ۲۲, جمعهد اسوشتید پريس د رپوټ په حواله، نن جمعه د جولای ۱۲مه د نړۍ له مختلفو سيمو بلل شوې پېژندلې څېرې، نړېوال سوداګران او سیاسي شخصیتونه د هندوستان پلازمينه نوي ډيلي ته د رسېدو په حال کې دي.
۲۹ کلن آننت امباني او رادیکا مرچنت چې له ډېر وخت راهيسې ملګرتیا لري، ډيری ېې واده د کال واده یادوي. د واده مراسم د ممبئي ښار په جیو ورلد کنوانسیون په مرکز او د امبانۍ په خپل شخصي کور کې ترسره کيږي.
د واده څلور ورځني مراسم نن جمعه د جولای ۱۲ مه د هندو مذهبي دود مطابق پيليږي چې ورپسې به د اوونۍ په آخر یعنې شنبه او یکشنبه د واده ستر او شاندار مراسم ترسره کیږي.
ځايي رسنیو ويلي چې د بريتانیا پخواني صدراعظمان توني بلیر او بوریس جانسون، د سعودي عربستان د نفتو ارامکو شرکت مشر امين حسن ناصر او پخوانی بريتانوي فوټبالر، ديوید بکام هم واده ته د رابلل شوو ميلمنو په ډله کې دي. په ښځينه نړېوالو سيلبريټيانو کې بیا د امریکا کرداشیانې، سندرغاړې ادل، سندرغاړې لانا دل ري او نارينه کاناډايي سندرغاړی دريک شامل دي. خو اسوشتید پریس وايي چې د مېلمنو نوملړ د امبانۍ کورنۍ نه دی تصدیق کړی.
د هندوستان پولیسو د نظم رامنځته کېدو په موخه له جمعې تر دوشنبې ورځې پورې د مراسمو ځای په اطرافو کې د واټونو په مسيرونو کې بدلونونه راوستلي تر څو د ممبئي له هوايي ډګره راتلونکي ميلمانه له خنډ سره مخ شوي نه وي. تېره اوونۍ د ممبئي هوايي ډګر په پروازونو کې د سختو ورښتونو له کبله ګډوډي رامنځ ته شوې وه.
موکیش امباني د خپل زوي آننت امباني او د هغه مېرمن رادیکا مرچینت له پاره په مارچ میاشتې کې له واده مخکې مراسم نیولي ول چې پکې د نړېوالو پېژندلو څېرو په ګډون ۱۲۰۰ میلمانه بلل شوي ول. یاد مراسم درې ورځې وو، چې له افغانستان څخه د کریکټ لوبغاړی راشد خان هم وربلل شوی وو.
یاد مراسم خورا تشریفاتي او قیمتي ول چې د هندوستان د سینما وتلي هنرمندان او نورې نوموتې هندي څېرې وربلل شوي وې. په نړېوالو مېلمونو کې د فېسبوک مالک مارک زکربیرګ او امریکايي سوداګر بل ګېټس شامل ول. انګلیسي سندرغاړې ریانا، امریکايي سندرغاړي ایکان او پنجابي سندرغاړي دیلجیت دوسانج کنسرتونه اجرا کړل.
د امریکايي مجلې فوربیس په حواله، ۶۶ کلن موکیش امبانۍ د ۱۱۶ مليارډ ډالره سرماېې په درلودلو، د نړۍ نهم بډایه شخص دی.
د امباني کورنۍ د نورې سرمایې تر څنګ، د یو ميلیارډ ډالرو په ارزښت په ممبئي ښار کې یو شخصي ۲۷ پوړيز عصري اپارتمان هم لري. دغه ساختمان درې د چورلکو د ناستې ځایونه او ۱۶۰ موټرو ته ګراژونه لري.
AP/mks/nz
له آرشيف څخه: