د طالبانو سفیرخپل باور لیک د ازبکستان خارجه وزیرته وسپارله
۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبهد طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۱۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کي اعلان وکړ چي د طالبانو سفیر عبدالغفار بحر، خپل د باور لیک کاپي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف، ته سپارلې ده.
بلخي وویل: «په دغو مراسمو کي ښاغلي سعیدوف د ا.ا.ا. سفیر ته ښه راغلاست وویل او دغه کار یې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کي مهم گام وباله.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چي عبدالغفار بحر«د افغانستان په هکله د ازبکستان د ښه نیت ستاینه وکړه او ازبکستان یې د افغانستان ورور هیواد وباله.»
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، پر ایکس پاڼه د طالبانو ادارې له سفیر سره د لیدنې کتني خبر ورکړی دی.
سعیدوف، لیکلي دي: «زموږ هیوادونه د آبادۍ له پاره د گډ تاریخ او گټو درلودونکي دي چي په ټولو برخو کي د اړیکو او گډ کار د پراختیا له پاره د یوې انگیزې په توگه عمل کوي. موږ همدارنگه د دوو اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مهمو موضوعگانو په هکله هم بحثونه وکړل.»
که څه د طالبانو اداره تر اوسه پوري د ازبکستان په شمول هیڅ هیواد په رسمیت نه ده پیژندلې، خو ازبکستان د طالبانو د درې کلن حکومت په ترڅ کي د طالبانو له ادارې سره ښې اړیکي لرلي دي.
افغانستان او ازبکستان گډه پوله لري او طالبانو تل له دغه هیواد څخه د تجارتي اړیکو د ښه والي اوپه افغانستان کي د پانگونې غوښتنه کړې ده.
GP/NZ/Sirat