1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: کرمې ته د مرستو رسولو پر کاروان برید شوی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله کرمې سيمې ته د مرستندويه توکو رسونکو لاريو پر کاروان راکټي بريد شوی دی. په دغه سيمه کې د فرقه ييزو شخړو له کبله د سيمې په سلونو زره اوسيدونکي محاصرې ته ورته حالت کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4pEII
د کرمې سيمې د کنترول پر يوه پوسته دوه عسکر ولاړ دي
په کرمه سيمه کې په دې وروستيو میاشتو کې د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ د نښتو په پايله کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي ول.انځور: Basit Gilani/AFP

په دې پېښه کې چې نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۶) د کرمې په بګن ښارګوټي کې رامنځته شوې، په سملاسي توګه د تلفاتو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي. 

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه سيمه کې په دې وروستيو میاشتو کې د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ د نښتو په پايله کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي ول.

د سيمې يوه دولتي چارواکي سيد منان، وويل چې د مرستو دغه کاروان د امنيتي دلايلو پر اساس بيرته راګرځول شوی دی خو نوموړي نور جزئیات ور نه کړل.

څو اوونۍ تر مخه د پاکستان د حکومت په منځګړتوب ددواړو قبيلو د مشرانو ترمنځ د اوربند يو تړون وشو. تر دې وروسته دغه سيمې ته چې د نښتو له کبله ورته غځېدلې لارې تړل شوې وې، د مرستې لومړي کاروانونه ورسېدل.

د جنورۍ میاشتې په سر کې هم په کرمه کې د بشري مرستو پر کاروان وسله وال برید شوی و. په دغه برید کې یو شمېر دولتي مامورین هم ټپیان شوي ول.

په کرمه سيمه کې د ځمکې پر سر روانه دغه شخړه د نومبر پر ۲۱مه نیټه هغه وخت لا پسې پراخه شوه چې وسله والو د موټرو پر يوه کاروان بريد وکړ او ۵۲ انسانان یې ووژل چې زياتره یې شيعه مذهبه مسلمانان ول.

د کرمې سيمه د فرقه ییزو شخړه تاريخ لري چې په ماضي کې هم وسله والو سني ډلو شعيه اقليتونه په نخښه کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل