بلینکن: له طالبانو سره پر موافقې له سره غور کوو
۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې نن (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۰مه) یې د جمهوري ریاست دوره پای ته رسیږي، د تیر کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه له طالبانو سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه، څو د امریکا تر ټولو اوږدمهاله جګړې ته د پای ټکې کیږي. خو د یوه شخړیز ګام په پورته کولو سره یي د دغې مواقفتنامې ځینې جزویات محرم درجه بندي کړي دي.
انتوني بلینکن، چې د جوبایډن له خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شوی دی، د سنا مجلس په یوه استعماعیه غونډه کې وویل: «مونږ غواړو چې په اصطلاح همیشني جنګونه ختم کړو. مونږ غواړو چې خپل سرتیري بیا خپلو کورونو ته ستانه کړو. مونږ غواړو خپل ظرفیت وساتو، څو د هر ډول نوي ترهګریز فعالیت پر وړاندې مقابله وکړو، هغه کار چې په لومړي ګام کې مونږ هلته راکشوي.»
بلینکن زیاته کړه: «مونږ باید محتاطانه وګورو چې واقعاً کوم شیان تر بحث لاندې نیول شوي دي. زه تر اوسه د هغې په اړه معلومات نه لرم.»
په هغه موافقتنامه کې چې په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوې، امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشت پورې به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي. طالبانو هم ژمنه کړې ده چې د افغانستان په خاوره کې به ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. خو سره له دې هم طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته، د القاعدې لمنځه وړل په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مداخلې اصلي دلیل وو.
خو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ موافقتنامه داسې ضمایم لري چې محرم درجه بندي شوی دي. دا کار پر امریکا متحده ایالاتو د نیوکو سبب شوی دی چې ګواکې له طالبانو سره پټې موافقې لري.
د ترمپ حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته رسیدلی دی چې دا د دغې جګړې د پيل راهیسې تر ټولو ټيټه کچه ده. د امریکایي ځواکونو دا کمیدنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې په اساس صورت نیولی دی.
بایډن له پخوا څخه د افغانستان جګړې ته د پای ټکې ایښودلو پلوي وو، خو په دې وروستیو کې سلاکارانو یي د تاوتریخوالي سره د مقابلې په خاطر د یو شمیر ځواکونو د ساتنې پر ضرورت ټینګار کړی دی؛ هغه موضوع چې تمه نه کیږي طالبان به ورسره موافقه وکړي.
بلینکن د دیموکرات سناتور جین شاهین، د پوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د نجونو او ښځو حقونه په پام کې ونیسي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۶-۲۰۰۱م کاله) د ښځو حقونه په شدید ډول محدود شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاره دغه نوماند وزیر د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه وویل: «زه فکر نه کوم بی د هغو لاسته راوړنو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ښځو او نجونو ترلاسه کړي دي، هر ډول نتیجه چې هغوې (د طالبانو حکومت) یې په لاس راوړي، پایداره اوسي.»
بلینکن زیاته کړه: «غواړم تاسې ته اعتراف وکړم چې دا به ساده کار نه وي، خو مونږ به پر هغې کار وکړو.»
a.a/n.s (AFP)