1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

ترمپ د ماسک په ګډون خپل نژدې متحدان پر کليدي څوکیو ګماري

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

ترمپ خپلو تر ټولو نژدې او ځواکمنو متحدینو ته په خپله دوهمه اداره کې مهمې څوکۍ ورکوي. هغه ويلي د ارکنزاس ایالت پخوانی والي به په اسرائيل کې سفیر او یو تلویزیوني نطاق به ېې د دفاع وزیر وي. ایلان ماسک به هم مهمه دنده ولري.

https://p.dw.com/p/4mxAI
USA | Elon Musk (R) begleitet den zukünftigen US-Präsidenten Donald Trump während einer Wahlkampfveranstaltung
انځور: Anna Moneymaker/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند رهبر او منتخب ولسمشر دونالد ترمپ، په خپله دوهمه اداره کې د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال پر خپلو تر ټولو نژدې او قوي سلاکارانو او متحدینو حساب کوي. هغه د سه شنبې په ورځ د خپل راتلونکې حکومت د کليدي څوکیو ډکولو ته ادامه ورکړه. 

ترمپ د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۲) اعلان وکړ چې امریکايي ميلياردر ایلان ماسک به له ویویک راماسوامي سره په ګډه د امریکا متحده ایالاتو نوې اداره «د حکومت د موثریت څانګه» (DOGE) مخته وړي. راماسوامي په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو پخوانی نوماند دی.

ایلان ماسک د ولسمشرۍ کمپاینونو پر مهال ځان د ترمپ د یو کلیدي متحد په توګه مطرح کړ او په دې موخه ېې څه باندې ۱۰۰ ملیونه امریکايي ډالر ولګول. ماسک همدارنګه پخپله ټولنیزه شبکه اکس یا پخواني ټويټر کې ترمپ تقویت کړ.

ترمپ په یوه اعلاميه کې د ماسک او راماسوامي په هکله ويلي دي: «د دغو دوو فوق العاده امریکايي وګړو سره په ګډه به زما په اداره کې د بیوکراسۍ د له منځه وړولو، د اضافي مقرراتو او غیرضروري لګښتونو راکمولو او د فدرالي سازمانونو بياجوړونې ته لار هواره شي.»

د دغې اعلاميې پر اساس ماسک او راماسوامي به له حکومته بهر سپنې ماڼۍ ته «سلا مشورې او سپارښتنې» ورکوي.

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي سازمان (CIA) له پاره په کانګریس کې د تګزاس ایالت پخوانی جمهوري غوښتونکی استازی جان رتکلیف، نوماند کړی دی.

 امریکا ملیارډر ایلان ماسک او منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنیز کمپاین پر مهال د پنسلوانیا په بلټر کې
ایلان ماسک د ولسمشرۍ کمپاینونو پر مهال ځان د ترمپ د یو کلیدي متحد په توګه مطرح کړ او په دې موخه ېې څه باندې ۱۰۰ مDلیونه امریکايي ډالر ولګولانځور: Jim Watson/AFP

نوموړی د ترمپ د اولې دورې په وروستیو میاشتو کې د ملي اطلاعاتو اداره کوونکي (DNI) دنده درلوده.

ترمپ ویلي دي: «زه ډېره ليوالتیا لرم چې جان د لومړني کس په توګه زموږ په دوو تر ټولو مهمو ادارو کې کار وکړي.»

هغه، جان رتکلیف د «ټولو امریکایانو د اساسي حقونو له پاره د یو زړور مبارز» په توګه یاد کړی دی.

دونالد ترمپ د ارکنزاس ایالت پخوانی والي مایک هاکبې، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه تر ټولو محافظه کاره څېره ده، د اسرائيل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکي سفير په توګه انتصاب کړی دی. هکابي د یو سر سخت انجيلی مسیحي په توګه د اسرائيل په ملاتړ شهرت لري. ترمپ ويلي دي چې هاکبي به «په منځني ختيځ کې د سولې راوستلو له پاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.»

ترمپ همدارنګه خپل پخوانی ملګری او د ګلف شریک، ستیفن ویتکوف، د منځني ختيځ له پاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی. 

ويتکاف چې په فلوریدا ایالت کې د املاکو پانګوال دی، په حاضر وخت کې د دونالد ترمپ د تحلیف کميټي مشري کوي. ترمپ پر ټولنیزې رسنۍ ليکلي دي چې «ستيف به د سولې له پاره یو نه اوښتونکی غږ وي، چې موږ ټول به پرې ویاړو.»

د ترمپ په نوو ګومارنو کې د فاکس نیوز تلویزیون د نطاق پيت هیګسیت، یادونه هم شوې ده چې وايي هغه به ېې د دفاع وزیر وي. د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن پوځ د مشرۍ له پاره د داسې یو کس په هکله د ترمپ تصمیم چې هغه په پراخه کچه لږ تجربه او په نړېوالو ستیجونو کې نه دی آزمویل شوی، پنټاګون او د دفاعي چارو نړۍ حېرانه کړې ده.

ftm, ss/zc (AP, AFP)mks/nz

له آرشیف څخه: