1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ژبي له لاري خپل پلويان څنګه راپاروي؟

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

ساده جملې او ساده پيغامونه: د دونالد ترمپ ويناوې د هغه د پلويانو ډېرې خوښيږي. آيا ځای ناستی جو بايدن يې اوس خپل وېشلی ملت بېرته يو ځای کولی شي؟

https://p.dw.com/p/3nwwI
USA I Donald Trump I Sanford
انځور: Orlando Sentinel/newscom/picture-alliance

کله چې ترمپ خبرې کوي، خلک ورته په ټوله نړۍ کې غوږ نيسي.‌ په خپله څلورکلنه دوره کې دغه جمهوري پال ولسمشر وييونه او وينا د سياسي وسلې په توګه کارولي دي، په تېره په تويتر کې: هغه خپل منتقدين يا «بايلونکي» او «غوسه ناک» وبلل، رسنۍ د ده په اند «ماين ستريم» يا «عادي منځلارې» نه وې، بلکې «لايم ستريم» چې «ګوډ لاري» ته وايي، د بهرنيو چارو وزارت پخواني کارکوونکي لکه رکس تيلرسن ده په تويتر کې «لټ» او «د بوسو په څېر بې عقل» وبلل. خو خپل ځان يې تل د هوښيارتيا د لوړې کچې له کبله ستايلی دی، حريفانو ته يې سپکې سپورې ويلي، خپل پلويان يې تل راپارولي دي او بايللي انتخابات يې په وار وار «غلا شوې» بللي‌ دي. ده په تکرار سره په غټو حرفونو ليکلي دي چې «ما دغه انتخابات ګټلي دي!»

د دونالد ترمپ د ژبې د ډول انتخاب حتی ښيي چې نړۍ ليد يې څومره ساده دی: دی خپله او پلويان يې ښه خلک دي، نور ټول خلک بد دي. د هر بل عوامپال په څېر ترمپ هم خپله پرېکړه کوي چې څوک د ولس غړي دي: يعنې ټول هغه کسان چې د ده پلوي کوي. خو مخکښه يا نخبه کسان بيا هغه دي چې له ده سره مخالفت لري چې د ولس پر ضد بدو چارو ته ګويا لمن وهي.

ترمپ د ژبې له لارې اور لګوي

له دې کبله د تعجب وړ نه ده چې دونالد ترمپ د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۶مه په يوه مظاهره کې له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې ورڅېرمه پراته کاپيټل يعنې د متحده آيالاتو د کانګرس ودانۍ ته دې ورشي. هلته د سنا غړي په دې بوخت ول چې د دونالد ترمپ د انتخاباتي سيال او راتلونکي ولسمشر، جو بايدن، بريا تاييد کړي. خو د دونالد ترمپ په وينا دا هغه مخکښان ول چې غوښتل يې له ولس څخه انتخابات غلا کړي.

بېرنژر وينوت چې په پاريس کې يوه ژباړونکې او د پوهنتون استاده ده،‌ «د دونالد ترمپ ژبه» تر عنوان لاندې يو کتاب ليکلی دی او وايي:‌ «په دغه مظاهره کې په لومړي ځل داسې وه چې خبرې او وييونه يې، او تاوتريخوالي‌ ته بلنه يې د تلويزيون يا ټولنيزو رسنيو له لارې نه چاڼ کېدل، بلکې په مستقيم ډول يې پلويانو ته رسېدل.»

د هغې په خبره «په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو څرګندونو له لارې يې خپل پلويان همدغې شبې ته چمتو کړي ول. د ژبې د کارونې د لارې يې تر مخه اټکل کېدای شوای چې پلويان به يې تاوتريخوالي ته هم چمتو وي.»

جو بايدن پخلاينې ته کار کوي

کله چې راتلونکی ولسمشر جو بايدن خپل يو ټويټ‌ کوي، نو د ترمپ په پرتله بېله ژبه کاروي. د خپلې کاري دورې تر پيل کېدو لس ورځې مخکې بايدن په تويتر کې دغه پيغام خپور کړی دی: «په لسو ورځو کې به راتلونکي ته درومو او خپل هيواد به بېرته ورغوو، په ګډه.» د هغه ژبه د پخلاينې ژبه ده. هغه «موږ» وايي او ټول امريکايي ښځينه او نارينه وګړي يادوي. هغه هيڅکله هم د ندايه نخښې څخه کار نه اخلي او خپل ټويټونه په بشپړه توګه په لويو حرفونو هم نه ليکي. بېرنژر وينوت وايي چې «جو بايدن بايد په داسې يوه بحران کې داسې يوه ژبه وکاروي.» د هغې په خبره «د ده څخه دغه تمه کيږي، په تېره د هغو وګړو له خوا چې افراطيان نه دي.»

کريستين لېنن/ن ص/ن ز