1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورجاپان

جاپان کې يو کب په ۱۳ لکه ډالره وپلورل شو

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۱۶, یکشنبه

تويوسو د جاپان په ټوکيو ښار کې د کبانو تر ټولو مشهور بازار دی. په دغه بازار کې د ټونا يو کب په ۱،۳۲ مليونو ډالرو نيلام شو.

https://p.dw.com/p/4opbs
د نوي کال په ليلام کې دا تر ټولو زياته بيه لرونکی کب وگرځېد
کب په ۱،۳۲ مليون ډالره رانيول شوانځور: Issei Kato/REUTERS

په ټوکيو کې د کبانو په تويوسو بازار کې د نوي عيسوي کال د پېل په ترڅ کې د کبانو نيلامي وشوه. د کرونا د محدوديتونو وروسته په لومړي ځل د يوه  کب لپاره دومره لوړه بیه پرې شوه.

په جاپان کې د میشلین ستوري د جايزې لرونکي د سوشي خوراک رستورانت چلوونکي ډلې، اونودېرا اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ یې په لیلام کې د ۲۷۶ کیلوګرامه دروند شين‌څپري ټونا کب لپاره ۲۰۷ میلیونه ین (نږدې ۱.۳۲ میلیونه ډالره) ادا کړي دي. دا په کلني لیلام کې دویمه لوړه بیه ده چې تر اوسه ترلاسه شوې ده.

يوه کېله په ۶،۲ مليون ډالره وپلورل شوه

د اونودېرا ګروپ په تېرو پنځو کلونو کې  په لیلام کې تر ټولو لوړه بیه ورکړې ده. د لیلام شوي کب اندازه او وزن تقریبا له یو موټرسایکل سره  برابره ده. د لیلام وروسته، د اونودېرا استازي شینجي نګاو خبریالانو ته وویل: «لومړی ټونا کب هغه څه دی چې د نېکمرغۍ نښه ګڼل کېږي.» هغه زیاته کړه: «موږ هیله مند یو  چې خلک دا وخوري او یو غوره کال ولري.«

اونودېرا په تېر کال کې د تر ټولو قیمتي ټونا کب لپاره ۱۱۴ میلیونه ین ادا کړي و. تر اوسه په ټوکیو کې د نوي کال په لیلام کې تر ټولو لوړه بیه په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۷۸ کیلوګرامه شين‌څپري ټونا کب لپاره ترلاسه شوې وه. ځان ته د «ټونا پاچا» ویونکی کیوشي کیمورا چې د سوشي زنمائي رستورانتونو سلسله چلوي، په هغه وخت کې یې ۳۳۳.۶  میلیونه ین ادا کړي وو. د کبانو د نيلام د تر ټولو لوړو قيمتونو د ثبتولو چارې له ۱۹۹۹ کال راهیسې پېل شوي دي.

د کرونا وبا پر مهال د رستورانتونو لپاره د محدودیتونو له امله په کلني نیلام کې د ټونا ماهي بیې په څرګنده توګه کمې شوې وې.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.