1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې لومړی موټر او د سياسي ناندرئيو دوام

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

په تېرو کلونو کې ترکيې وار په وار سياسي او اقتصادي ګامونه پورته کړي څو لا زيات خپلواکه شي. اوس دغه هېواد خپل لومړی موټر معرفي کړ. خو د اپوزيسيون ډېری سياستوال دغه کار ته د شک په سترګه ګوري. ولې؟

https://p.dw.com/p/4IqTA
اردوغان او د ترکيې لومړی برېښنايي موټر
اردوغان او د ترکيې لومړی برېښنايي موټرانځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidency/HandoutAA/picture alliance

د ترکيې دغه لومړی موټر توګ (TOGG) نوميږي چې »د ترکيې د موټرو د نوښت ډلې« مخفف دی. د دغه موټر سريالي يا پراخ توليد د اکتوبر په ۲۹مه د بورسا ولايت په ګېمليک ښار کې پيل شو. د ترکيې په شمال لويديځ کې د دغې فابريکې د پرانيستلو نېټه تاريخي او سمبوليک اهميت لري. هغه د ترکيې د جمهوريت د تاسيس ۹۹ کالورځ ده.

توګ په ۲۰۱۸ کال کې د پيل شوو شريکو هڅو پايله ده. ټاکل شوې ده چې راتلونکی کال به ۱۷ زره تر ۱۸ زره پورې د توګ برېښنايي موټر توليد شي. د فابريکې ټول ټال ظرفيت ۱۷۵ زره دی چې ټاکل شوې ده په دغه شمېر د موټرو توليد په پنځو راتلونکو کالونو کې تر لاسه شي. په انقره کې مېشت د ترکیې حکومت غواړي چې ټول ترکان د موټرو په دغې پروژې ووياړي. خو داسې نه ده.په ترکيه کې د حجاب په اړه د اردوغان د ریفرندم وړاندیز

توګ د ډېرو له خوا د ترکيې موټر نه، بلکې د ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د پرستيژ او پرتم يوه پروژه بلل کيږي. اردوغان غواړي چې راتلونکی دوبی بېرته ټاکنو ته ودريږي. د شنبې په ورځ د فابريکې په پرانيستلو کې د اپوزيسيون استازو له ګډون څخه انکار کړی وو. مېرال اکشېنر چې د ملتپال ای واي ای ګوند مشره ده، وويل چې تر حده زيات کارونه پر غاړه لري او مراسمو ته نه شي ورتللی.«ترکیه په سلونو مهاجر سوریې ته استوي»

د اپوزيسيون مشر او په راتلونکو انتخاباتو کې د اردوغان احتمالي سيال، کمال کيليچ داروغلو چې په تر ټولو ستر مخالف ګوند سي ايچ پي پورې اړه لري، د خپل وياند له طريقه ويلي دي چې دغه پروژه »يوه سياسي ننداره« جوړه شوې ده چې له کبله به يې دی پکې ګډون نه کوي. خو د کيليچ داروغلو وياند بيا هم وويل چې »موږ توګ ته يوه بريالۍ پرانيستنه غواړو.«

په خبره يې بلنه د »اردوغان له ماڼۍ څخه« ورته راغله، نه له شرکت څخه چې له دې امله ډېری د اپوزيسيون سياستوالو له ګډون څخه انکار وکړ.  

بوراک اونوېرن/ن.ص./ا.ا.