ترکيه: زهرجنو شرابو د ۳۳ کسانو ژوند اخيستی
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهد ترکیې دولتي خبري آژانس «انادولو» د يوه تازه رپوټ په حواله د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د مړو شمير ۳۳ ته رسېدلی دی. تر چهار شنبې ورځې پورې د ۲۳ کسانو د مړينې خبره شوې وه.
داسې اټکل کيږي چې دا مړینې په شرابو کې د ميتانول د ورګډولو له وجې رامنځته شوي دي. ميتانول په صنعتي توګه توليدونکي الکهول دي او په شرابو کې له موجودو الکهول سره ډېر توپير لري. په عامو شرابو کې د ايتانول په نوم کیمياوي الکهول وي.
اړونده موضوع: هند: د زهرجنو شرابو څښلو له کبله تر ديرشو ډېر کسان مړه شوي
د استانبول ښار د والي له دفتر څخه د پنجشنبې په ماښام ويل شوي دي چې د زهرجنو شرابو د پلور په شک څلور کسان «د عمدي وژنې» په تور نيول شوي دي.
زياته شوې ده چې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې راهېسې په استانبول کې چارواکو ۲۹ ټنه جعلي يا تقلبي شراب ضبط کړي دي او د ۶۴ شرکتونو جوازونه یې ځنډولي دي.
اړونده موضوع: په پاکستان کې شرابو ۲۴ کسان وژلي
په ترکيه کې او په ځانګړي په استانبول کې تل د الکهولي مشروباتو له کبله د مړينې پېښې رامنځته کيږي. د چارواکو په حواله يوازې په تېر ميلادي کال کې په استانبول کې د مسموميت ۱۱۰ پېښې رامنځته شوي او ۴۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډيری ترکان پر الکهولي مشروباتو باندې د لوړو ماليو له کبله، الکهول په کور کې جوړوي. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په کراتو د الکهولو او تمباکو په کارولو نيوکې کړي دي.