1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکمنستان د ولسمشر زوی ښايي ټاکنې وګټي

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمداف زوی  سردار د دې هیواد ولسمشریزې ټاکنې وګټي او په دې توګه د مرکزي آسیا د دغه شپږ میلیونه نفوس لرونکي هیواد نوی ولسمشر وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/48ODv
Turkmenistan Alabai-Hund-Tag |  stellv. Premierminister Serdar Berdymukhamedov
انځور: Vyacheslav Sarkisyan/REUTERS

نن د شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې په ۱۲مه نیټه) په ترکمنستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي. د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د دې هیواد د ولسمشر قربانقلي بردي محمداف ځوی سردار به د ګازو د سترو سرچینو لرونکي دغه هیواد نوی ولسمشر وټاکل شي. د ترکمنستان اوسني ولسمشر قربانقلي بردي محمداف د ۲۰۰۷م کال راهیسې د دې هیواد مشري پرغاړه درلوده.

تیره میاشت قربانقلي بردي محمداف اعلان وکړ چې غواړي نوي نسل او ځوانانو ته په سیاست کې ځای ورکړي. تر دې اعلان وروسته د ترکمنستان حاکم دموکراتیک ګوند په لنډ وخت کې د دې هیواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د هغه ځوی سردار بردي محمداف نوماند کړ.

Turkmenistans Präsident Gurbanguly Berdymukhamedov
انځور: Evgeny Biyatov/picture alliance/dpa/Sputnik

سردار بردي محمداف چې ۴۰ کلونه عمر لري له وړاندې نه د دې هیواد د دوهم مهم کس په توګه ځای لري اوتر دې وړاندې یې د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کوله. ټاکل شوې چې هغه به د ولسمشر د اتو نورو نوماندانو سره سیالي کوي چې ځینې یې غیر مطرح د ټیټې کچې دولتي کارمندان دي.

سردار بردي محمداف، انجینیر او دپلومات دی او په چټکۍ سره د ترکمنستان په دولتي دندو کې لوړ مقام ته رسیدلی دی. د ترکمنستان رسنۍ هغه ته د «ملت د ځوی« لقب کاروي او د هغه ۶۴ کلن پلار او د ترکمنستان اوسني ولسمشر ته د »ارکډاګ» یا ساتونکي کلمه کاروي.

د ترکمنستان اوسنی ولسمشر غواړي چې د ولسمشرۍ د واګې تر سپارلو وروسته د دې هیواد د مشرانو جرګې د مشر په توګه فعالیت وکړي. د پخواني شوروي اتحاد غړی ترکمنستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري او د طبیعي ګازو د زیرمو لرلو له پلوه د نړۍ څلورم ستر هیواد دی. دغه هیواد له وړاندې نه چین او روسیې ته خپل ګاز صادروي او ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې په واسطه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته هم خپل ګاز صادر کړي. د ټاپي د ګازو د لیږد پروژه د مودو راهیسې روانه ده خو په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او سیاسي تحولاتو له کبله یې اوس په افغانستان کې رغنیزې چارې په ټپه ولاړې دي.

خ. ح / ن.ص / آژانسونه