آلمان؛ يوې مور ښايي خپل ۲ ماشومان وژلي وي
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبهد بايرن ايالت د روزنهایم په سيمه کې په يو کور کې يوه ژوبل شوې مېرمنه او د هغې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي دي. ځايي پوليسو د دغې قضيې په تړاو پلټنې پېل کړي دي او اټکل کوي چې ماشومان په قصد سره وژل شوي دي.
پيښه د سه شنبې په ماخستن (۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۴) رامنځته شوې ده. په داسې حال کې چې په آلمان کې د کرسمس شپه لمانځل کېدله. د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې د پولیسو ویاند ويلي دي چې يو کس چې غوښتل يې وضعيت وڅاري و دغه کور ته ورغلی و. کله چې يې په کور کې ژوبل شوې ۳۹ کلنه مور او د هغې دوه مړه شوي ماشومان وموندل، نو يې سمدلاسه بيړنی تليفون وکړ.
په آلمان کې د يوه ماشوم وژنې څنګه حکومت نوو سترو امنيتي پلانونو ته اړ کړ؟
پلټونکو په لومړیو کې ګومان وکړ چې ښځې د کرسمس په شپه یا د شپې ناوخته د خپلو شپږ او اووه کلنو ماشومانو د وژلو هڅه کړې وه، چې د یوې وسیلې په واسطه یې وژلي. وروسته بیا هغې هڅه وکړه چې خپل ځان ته هم زیان ورسوي.
پولیسو ټپي شوې ۳۹ کلنه آلمانۍ ښځه روغتون ته انتقال کړه، چیرې چې اوس ساتل کيږي. د ډاکټرانو په وینا، د هغې روغتیایي وضعیت باثباته دی. تر اوسه د نورو کسانو د لاس لرلو کومې نښې ندي موندل شوي. د کورنۍ غړو ته د رواني ملاتړ ټیمونو لخوا مرسته برابره شوې ده.
د پېښې دقیق شالید لاهم نه دی معلوم شوی. پلټنې لاهم روانې دي. په دې پلټنو کې څارنوالان، د عدلي طب کارپوهان او د نښو راټولوونکي ټیمونه شامل دي.