د تهران عالي محکمې مخې ته دوه لوړپوړي ایراني قاضیان وژل شوي
۱۴۰۳ دی ۲۹, شنبهایراني رسنیو د دوو لوړپوړو قاضیانو، چې د ملي امنیت ضد جرایمو، جاسوسۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوسیو یې کار کولو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د ایران قضایه قوې پورې اړوند «میزان» انټرنټ پاڼې لیکلي دي چې بریدګر په دغو دوو قاضیانو تر برید وروسته ځان وژنه کړې ده. د دې انټرنټ پاڼې د رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي: «د هیواد د عالي محکمې دری قاضیان په نښه شوي چې له دې ډلې دوه تنه یې شهیدان شوي دي.»
د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» هم رپوټ ورکړی دی چې په دې برید کې یو بل کس ټپي شوی دی.
میزان انټرنټ پانې وژل شوي دوه قاضیان علي رازیني او محمد مقیسه معرفي کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دغو قاضیانو د «ملي امنیت ضد جرایمو، جاسوسۍ او ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې پر دوسیو کار کولو.
د دغو دوو قاضیانو د وژل کیدو انګیزه لا روښانه نه ده، خو میران ورځپاڼې بې له دې چې د بریدګر د هویت په هکله جزویات ورکړي ویلي دي چې نوموړی د عالي محکمې په هیڅ قضیه کې ښکیل نه و.
د دغې رسنۍ په حواله چارواکو د دې پيښې د جزویاتو په اړه پلټنې پيل کړي دي.
د متحده ایالاتو د خرانې وزارت په ۲۰۱۹ م کال کې پر محمد مقیسه چې ۶۸ کاله عمر لرونکی قاضي دی بندیز لګولی و. د دې بندیز علت «په ډیر شمیر غیر عادلانه محاکمو کې د هغه نظارت و چې نه هم په کې تورونه ثابت شوي او نه هم په کې شواهد په پام کې نیول شوي» ښودل شوی دی.
د میزان د رپوټ پر بنسټ ۷۱ کلن رازیني، د ایران په قضایه قوې کې څو مهمې دندې ترسره کړي دي چې په ۱۹۹۸ م کال کې د یوه برید په ترڅ کې برید کوونکو د هغه په موټر کې مقناطیسي بم ځای پر ځای کړی و.
که څه هم په ایران کې داسې بریدونه چې قاضیان په کښې په نښه کیږي، نادره نه دي، خو دغه هیواد په تیرو کلونو کې د داسې بریدونو شاهد و چې مشهورې سیاسي څیرې په کې په نښه کړای شوي دي.
د اکتوبر په میاشت کې د کازرون ښار په سویل کې یو شعیه خطیب د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته په ډزو وژل شوی و.
د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې د عباس علي سلیماني په نوم یو بانفوذه روحاني د مازندران ولایت په یوه بانک کې په ډزو وژل شوی و.
د ۲۰۰۵م کال په اګست میاشت کې مشهور ایران قاضي حسن مقدس د تهران د ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې د دوو وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی و. دغه دوه تنه بریدګر د حسن مقدس د قتل په جرم کې مجرم وبلل شول او دوه کاله وروسته بیا پر دار وزړول شول.