اوکراین: د روسیې ګڼ شمیر ډرون الوتکې مو ویشتلي دي
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبهاوکراین ویلي چې روسیې تیره شپه پر دغه هیواد باندې د ۱۳۲ ډرونونو په واسطه پراخ بریدونه کړي چې له دې جملې ۵۸ ډرون الوتکې د اوکراین د هوايي دفاعي سیستم له لوري ویشتل شوي دي. د اوکراین د هوايي ځواکونو له لوري د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: «د اوکراین هوايي دفاعي سیستم د روسیې د ۱۳۲ ډرون الوتکو له جلې ۵۸ یې ویشتلي دي.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې ۷۲ ډرون الوتکې همدا راز د ډرون ضد الکترونیکي دستګاوو د استفادې له کبله له کاره لویدلي دي. په اعلامیه کې د یادو بریدونو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د اوکراین په جنوب کې د خرسون په سیمه کې روسیې تیره شپه د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي دي چې له کبله یې تلفات هم رامنځ ته شوي دي. زیاته شوي چې د پیښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
په اوکراین کې د یادې سیمې له پاره د اوکراین امنیتي چارواکي، الکساندر پروکودین ویلي چې په دغو بریدونو کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. په دغو بریدونو کې دوه کورونه، یو شمیر موټر او د استوګنې درې څو پوړیزې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د اوکراین له لوري ځوابي بریدونه
په عین وخت کې اوکراین هم ویلي دي چې د روسیې په اوریول سیمه کې یې د سون توکو یوه ستره ذخیره له منځه وړې ده. د روسیې د دغې مرکزي سیمې امنيتي مسوول، آندري کلیچکوف، د ټلګرام له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي: «تر ځمکې لاندې پر زیربناوو باندې پراخ بریدونه د سون توکو د سوځیدو سبب شوي دي.»
د روسیې له نورو سیمو هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د روسیې د بلګورود والي ویاچسلاف ګلادکوف، ویلي چې د شنبې په ورځ په دغه سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې یو ۹ کلن ماشوم وژل شوی دی.
ګلادکوف د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن کې وویل چې په برید کې د یو بل ماشوم په ګډون دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
سربیره پردې ، اوکرایني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د اوکراین د دونیتسک په سیمه کې د اوکراین د پوځ قوماندان اولیکساندر لوتسنکو، له څو لویو شکستونو وروسته له خپلې دندې لیرې کړل شوی دی.
د «اوکراين پراودا» په نامه باندې د اوکراین انلاين پورټال د اوکراین د وسله والو ځواکونو د يوې سرچينې په حواله راپور ورکړی چې الکساندر ترنافسکي، به د نوموړي پر ځای وټاکل شي. د دې نوې ګمارنې رسمي اعلان تر اوسه نه دی شوی. د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو د ماتې کړکیچ په وروستیو اونیو کې شدت موندلی دی.
اوکراین له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې مقاومت کوي. د روسیې او اوکراین د ځواکونو ترمنځ لومړۍ کرښه د خرسون په سیمه کې د نیپر سیند په اوږدو کې ده، هغه سیند چې تور سمندرګي ته بهیږي.