د اوکراين په جګړه کې د ناهيليو او ویجاړۍ شيبې
د انځورونو ګالري: په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین اوسیدونکي د ورځني ژوند شيبې په اضطراب او ناهیلیو کې تيروي.
جګړه د فقر له پيټي سره
په کيف کې يوه سپين سرې ښځه د خپل کور له ماتې کړکۍ څخه بهر ته ګوري. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې که جګړه ۱۲ میاشتې دوام وکړي د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي ښایي له فقر سره مخامخ شي. که داسې وشي، اوکراين له اقتصادي پلوه کابو دوه لسيزې شاته ځي.
د لوږې له کبله له مرګ څخه تيښته
د اوکراين دويم ستر ښار خارکيف، کې لوږي ځپلي خلک د سالتيوکا په سیمه کې پر يوه پلورنځي هجوم وروړی دی. د خارکيف، چرنيهيف، سومي او د اوکراين په شمال شرق کې اوختیرکا وضعيت متزلزل دی. د دغه ښار خلک په پرله پسې ډول د توغندیو او هوايي بریدونو لاندې ژوند کوي.
د ویجاړیو په ترڅ کې د آرامۍ يوه شيبه
په کيف کې د اطفايې کارکونکې، يوې ښځې ته چې د روسي ځواکونو په بمبارۍ کې يې اپارتمان ويجاړ شوي تسلي ورکوي. دغه ښځه د نورو ډيرو کسانو په څير له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوې، چې کورونه یې د روسيې د ادعا برخلاف چې ويلي وو پر غير نظامي خلکو بريدونه نه کوي، په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. هره ورځ يو شيمر ملکي وګړي وژل کيږي، ټپيان کيږي او کورونه يې پر کنډوالو اوړي.
په تیاره کې زيږون
په خارکيف کې تر ځمکې لاندې زيږنتون کې يوه مور خپل ماشوم په غيږ کي نيسي. ښایي ډیر وخت میندواره میرمنې په دغه ډول سرپناوو کې ماشومان وزیږوي. ډیری روغتونونه د روسي بمباریو په ترڅ کې په نښه شوي دي. حتی په ماریوپول کې د ماشومانو یو روغتون بمبار شوی چې د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راپارولي.
په دهلیز کې د ټپیانو درملنه
د اوکراین په ماریوپول ښار کې ټپیان د یوه روغتون په دهلیزونو کې بستر شوي دي. د دې بندري ښار وضعیت، چې روسیه یې د کنټرول ادعا کوي، ویجاړونکی دی. د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په محاصره شوي ښار کې هم وضعیت همداسې دی. د اوکراین حکومت په دې لټه کې دی چې د محاصره شویو ښارونو اوسیدونکو ته خواړه او درمل ورسوي.
یوه مړۍ ډوډۍ...
د دونیڅک په سیمه کې د وولنوواخا ښار چې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دی، اوسیدونکي یې له څه مودې راهیسې بشري مرستې ترلاسه کوي. د اوکراین په ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمې د سختو جګړو ډګر دی. د روسیې او د اوکراین د بېلتون غوښتونکو له خوا ورکول کیدونکي خبرونه کې ادعا کیږي چې روسي ځواکونو په سیمه کې نور ځایونه نیولې دي.
په خاموشۍ کې ماتم
د اوکراین په لوېدیځ ښار لویف کې د یوې کورنۍ غړي په خاموشۍ سره د وژل شویو سرتېرو له پاره د ماتم مراسم تر سره کوي. په دغه ښار کې د روسیې په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ په وینا د فبرورۍ له ۲۴مه د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د مستند شوو ملکي وګړو شمېر له ۷۰۰ څخه زیات دی. په دغه ډله کې ۴۲ ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي.
هر څه له منځه ولاړل!
په کیف کې يو تن کارکونکې له یوه پلورنځي څخه کثافات لرې کوي چې، د روسیې د توپچي برید وروسته یوازې کنډوالې پاتې دي. د ودانيو ترڅنګ داسې بريښي چې له کییف څخه هیلې هم کوچیدلي دي. کله به بیا دا پلورنځی پرانستل شي؟ آیا کیف ته به بیا ورځنی ژورند راوګرځي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول اوسیدونکي له ځانه کوي.